1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنیان، د ایران د دویمې درجې اتباع؟

نسیم صابر (دویچه ویله)۱۳۹۴ دی ۱۶, چهارشنبه

په داسې حال کې چې ايران په سعودي عربستان کې د شيعه ګانو سره توپيري چلن ته ګوته نيسي، هغه خپل سني مذهبه اقليت سره هم تعصبي چلن کوي. په ايران کې يو شمېر سنيان د اعدام له ګواښ سره مخامخ دي، چې لامل يې يوازې مذهب نه دی.

https://p.dw.com/p/1HZFL
Betende Sunniten im Nordiran
انځور: Mehr

ايران په غوسې سره دې ته ګوته نيسي چې سني مذهبه سعودي عربستان له خپل شيعه اقليت سره څرنګه چلن کوي. کله چې سعودي چارواکو شيعه روحاني مشر نمر باقر النمر، د شنبې په ورځ اعدام کړ نو په ايران کې چې ځان د شيعه ګانو ساتونکی ځواک بولي، سخت احتجاجونه راپورته شول. خو د بشري حقونو فعالین وایي چې د تهران مشرتابه هم په خپل هېواد کې له سنيانو سره چندانې ښه چلن نه کوي. يوازې د رجايي شهر په زندان کې اوس ۲۷ سنيان خپل اعدام ته د انتظار شېبې شمېري. دغه خبرداری «په ايران کې د سني بنديانو نړیوال کمپاين» يا ICSPI ورکوي.

د ايران په اسلامي جمهوريت کې شيعه مذهب د دولت اصلي مذهب دی. ۹۰ په سلو کې ايرانيان شيعه ګان دي او سنيان تقريبا ۱۰ سلنه تشکيلوي. د هغوی تر څنګ بيا لږ شمېر عيسويان، يهودان او د نورو دينونو پيروان هم شتون لري. په اصل کې په ايران کې سنيانو ته د اساسي قانون د ۱۲مې مادې له مخې ورته حقونه ورکړل شوي دي. ايرانی ژورناليست او ليکوال بهمن نيرومند، له دويچه ويله سره په خبرو کې ويلي دي: «ايران په بهرني سياست کې هم تل ټينګار کوي چې د سنيانو او شيعه ګانو تر منځ هغه کوم توپير نه کوي. خو په عمل کې بيا له سنيانو سره په ايران کې توپيري چلن کيږي.»

پر ۲۷ تنو سني بنديانو باندې «په ايران کې د سني بنديانو د نړیوال کمپاين» په خبره د ملي امنيت پر وړاندې د هلو ځلو کولو تور لګول شوی دی. ورسره بيا د «خدای سره د دښمنۍ» ناڅرګند او عام تور هم راځي. بنديان خپله بيا ټينګار کوي چې هغوی يوازې د اسلام د سني بڼې تبليغ کړی او د سنيانو کتابونه يې خپاره کړي دي.

آيا د سنيانو له پاره په زرونو جوماتونه په ايران کې شتون لري؟

د رسمي شمېرو له مخې په ايران کې چې پخوا فارس هم بلل کېده، د سنيانو له پاره تقريبا ۱۰۰۰۰ جوماتونه موجود دي. د شيعه ګانو د جوماتونو شمېر بيا له ۵۰۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰۰ پورې اټکل شوی دی، چې د دواړو ګروپونو د تناسب له مخې بيا سنيان نسبتا زيات جوماتونه په اختيار کې لري. خو د بشري حقونو د څار يا هېومن رايتس واچ سازمان بيا د ۲۰۱۵ کال په خپل کلني رپورټ کې پر ايراني چارواکو نيوکه کوي چې په پلازمېنه تهران کې يې د سنيانو د جوماتونو جوړولو ته اجازه نه ده ورکړې.

دوو ايراني سنيانو د فرانسې «فرانس ۲۴» تلويزيوني چېنل ته ويلي دي چې هغوی بايد د لمانځه پټو اتاقونو ته ورشي، که هغوی ونه غواړي چې د شيعه ګانو په جوماتونو کې لمونځ وکړي.

داسې ويل کيږي چې چارواکو په تهران کې لږ تر لږه يو دا ډول د لمانځه اتاق نړولی دی. په نورو برخو کې هم له غير شيعه مسلمانانو سره توپيري چلن کيږي. د بشري حقونو د څار سازمان په حواله سنيان د شيعه ګانو په پرتله ډېرې ستونزې لري چې دولتي مامورين وګرځي يا دا چې سياسي فعاليت پيل کړي.

په ۲۰۰۳ کال کې آن د ايران د پارلمان ۱۸ سني مذهبه غړو د هېواد مذهبي مشر ته پرانيستی ليک ليکلی وو چې پکې يې سنيانو ته د هېواد د دويمې درجې د اتباعو په سترګه له کتلو څخه شکايت کړی وو.

د ولس استازو پوښتنه کوله چې ولې تر هغه مهاله سني وزيران، واليان يا سفيران مقرر شوي نه ول. يوازې په ۲۰۱۵ کال کې د فارسي ژبو رسنيو په حواله په لومړي ځل يو سني مذهبه کس د ايران د سفير په توګه وټاکل شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب