1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سوداگري په ډیر بد وضعیت کې قرار لري»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۱, شنبه

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وایي چې د تیرو دیارلسو کلونو په پرتله په اوسني وخت کې سوداگري په « ډیرخراب وضعیت» کې قرار لري. د نوموړې وزارت په وینا د ټاکنو اوږدیدل د دې سبب شوی چې تجارت ۳۰ سلنه راټیټ شي.

https://p.dw.com/p/1CzgC
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

افغانستان یو وارداتي هیواد دی چې د خپلو خلکو د اړتیا ۹۰ سلنه اجناس له نورو هیوادونو څخه راواردوي. په تجارت کې هر رنگه کموالی، په مستقیمه توگه د خلکو په ژوندانه اغیز کوي او په بازار کې د انديښنو د رامنځ ته کیدو سبب گرځي. دا ځکه چې کابو ټول خوراکي مواد او د خلکو اړین ضروري توکي له گاونډیو هیوادونو څخه راواردیږي. د ولسمشرۍ د ټاکنو په پایلو کې ځڼد دغه سکتور سخت تاواني کړی دی.

له څه د پاسه یوې میاشتې راهیسې د ټاکنو د دوهم پړاو رایو پلټنه روانه ده. د دغه بهیر له پېل راهیسې تر اوسه د ټولو رایو ۶۶ سلنه تفتیش شوي دي. خو د کمیسیون له ژمنو سره سره، د تفتیش بهیر گړندی شوی نه دی او په پڅه توگه پر مخ روان دی.

د ټاکنو کمیسیون وایي چې تر ۶۰۰۰ زیات چک لستونه یا د نتایجو هغه ورقې چې له صندوقونو څخه په لاس راغلي دي، کمپیوتري سیستم ته ورداخل کړای شوي دي، تر څو د ټاکنو پایلې د هغې پر اساس اعلان شي.

د سوداگرۍ پر سکتور ناوړه اغیزې

د نوموړي کمېسیون د چارواکو په وینا د رایو د باطلېیدو پروسه د دوشنبې له ورځې څخه پیلیږي او د ټاکنو د پایلو د روښانه کولو له پاره هڅې گړندۍ شوي دي. د ټاکنو د کمیسیون د دا ډول تکراري خبرو سره سره د افغانستان په اقتصادي او تجارتي سکتور کې ناباوري زیاته شوې ده.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت چارواکي وایي چې دولت له خصوصي سکتور سره د سیالۍ توان نه لري او په وینا یې هغه نه شي کولای چې په بیو کې د تعادل د رامنځ ته کولو له پاره خوارکي توکي نفت او گاز بازار ته وړاندې کړي. د نوموړي وزارت په وینا د دولت له لوري جریمه او فشار به هم پر سوداگرو منفي اغیزه ولري.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت ویاند قوقندي، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اگست میاشتې ۲۳مه) په کابل کې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «تاجران هومره مالونه راواردوي چې پېسې یې نغدي شي. په دې دلیل چې د افغانستان د راتلونکې په هکله بې باوره دي. حکومت زور نه لري چې سوداگرو ته ووايي چې هره ورځ سل زره ټن تېل بازار ته وارد کړي، نه لس زره ټنه.»

د سوداگرۍ وزارت د چارواکو په وینا دولت په بازار کې په نرخونو کې د تعادل د راوستو توان نه لري او په بازار کې د گرانۍ د مخنیوي له پاره کوم تضمین هم وجود نه لري.

تازه میوه د افغاسنتا ستر صادراتي محصول دی
تازه میوه د افغاسنتا ستر صادراتي محصول دیانځور: DW/Najibullah Musafer

په صادراتو کې کموالی

همداشان د سوداگرۍ وزارت د چارواکو په وینا د انتخاباتو اوږدیدل د افغانستان په صادراتو کې د کموالي د راتلو سبب شوی هم دی. د دغو چارواکو په وینا سوداگر نه غواړي چې پر داسې محصولاتو پېسې ورکړي چې د خوندي تجارت تضمین یې موجود نه وي.

د سوداگرۍ وزارت ویاند په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «کله چې سوداگر پر دې پوه نه شي چې سبا څه پیښیږي، په کوم تضمین میوه راونیسي او بل هیواد ته یې صادره کړي. سوداگر د افغانستان پر سبا باندې باور لري. سوداگر یوازې د خپل اړتیا مالونه په ورځني شکل رانیسي.»

تازه میوه ړ افغانستان ستر صادراتي محصول دی، خو په دې اړه انديښنې شته دی چې سږنې میوه دې خریدار و نه لري. خو د سوداگرۍ وزارت ویاند وایي په دې هکله امیدواري موجوده ده چې د کال په نیمایي کې به د صادراتو وضعیت ښه شي.