1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوداگر: پاکستان د ترانزيت سوداګريز تړون نه مراعاتوي

۱۳۸۹ بهمن ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزيت سوداګريز تړون چي په 1965 ميلادي کال کي لاسليک سوی، هيڅ وخت نه دی عملي سوی. افغاني سوداګروايي چي پاکستان هر وخت د دغه تړون څخه سرغړونه کړې او پر خپله خبره نه دی ولاړ.

https://p.dw.com/p/R1M2
د افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ وزيران د تړون تر لاسليکولو وروسته
د افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ وزيران د تړون تر لاسليکولو وروستهانځور: AP

افغان سوداگرو پر کابل فشار راوړي تر څو اسلام اباد دې ته وهڅوي چي د ترانزيت سوداگرۍ تړون غاړه کښېږدي.

څومياشتي د مخه، د امريکا د بهرنيو چارو د وزير حضور کي د افغانستان او پاکستان د سوداګړۍ وزيرانو تر منڅ نوی ترانزيت تړون لاسيک سو خو عمل لانه دی ورباندي سوي.

د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت د نړيوالي سوداګرۍ ريس مزمل شينواری وايي چي څو ورځي د مخه يې په اسلام اباد کي د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت د مقاماتو سره خبري درلودې خو کومي پريکړنده نتيجې ته ونه رسيدل.

« پاکستان د ترسره سوي تړون پلي کولو ته پابندي نه لري، ځکه يي نو دا مهال افغاني سوداګرو ته زياتي سوداګريزي ستونزي رامنځ ته کړي دي.

د افغانستان د سوداګړۍ د خوني مرستيال خان جان الکوزی وايي چي، پاکستان د يوګاونډي په توګه د کلونو په اوږدوکي د ترانزيت تړون نه دی مراعات کړی اوتل يې د افغاني سوداګرو شکايتونه راپورته کړي دي.

افغان سوداګر نظام الدين دلسوز وايي چي، کابل په تجارتي ډګر کي د اسلام اباد په وړاندي باالمثل عمل وکړي او د تيريدني له مفکوري نه تيرسي.

يوعمرکيږي چي افغاني سوداګر د پاکستان څخه د ترانزيت تړون عملي کول غواړي. خو پاکستان د هري ورځي په تيريدو سره نوي مشکلات پيداکوي او د تړون خيال نه ساتي.

دا په داسي حال کي ده چي همدا اوس د کراچۍ په بندر کي د افغاني سوداګرو په مالونو بار شپږزره کانټينره ولاړدي او د هري مياشتي په تيريدو سره دوه سوه زره پاکستاني کلداري دمرج ورباند ي علاوه کيږي، چي دا د افغاني سوداګرو لپاره د زغم وړ نه ده.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل