1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه: دمشق مو بېر ته تر خپل کنټرول لاندي راوست

۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15kIw

د سوريې حکومتي ځواکونو ويلي دي چي پلازمېنه دمشق ئې په بشپړه توگه بېرته تر خپلي ولکې لاندي راوستی دئ . يوه لوړ پوړي امنيتي چارواکي ويلي دي چي په دمشق کي نور غير مسئول وسله وال نه دي پاته. د دغه چارواکي په وينا په ښار کي وضعه آرامه ده. د ايران خبري آژانس ايرنا بيا خبر ورکړی دئ چي په دمشق کي ۴۸ايراني زيارت کوونکي تښتول سوي دي. ويل سوي دي، چي دغه ايرانيان نړيوال هوايي ډگر ته پر لاري ول، چي وتښتول سول. د تښتول سوو په هکله نور معلومات نسته. په عيني حال کي د سوريې په ستر ښار حلب کي نښتي دوام لري.