1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه کي د عربي ټولني پر ماموریت خبري رواني دي

۱۳۹۰ بهمن ۱, شنبه

د عربي ټولني غړي هیوادونه به د یکشنبې په ورځ پریکړه وکړي چي ایا له سوریي څخه خپل ناظرین راوغوړي او که ئې د ماموریت موده نوره هم وغځوي.

https://p.dw.com/p/13ncG
په سوریه کي د څو میاشتو راهیسي د دولت ضد مظاهري رواني دي
په سوریه کي د څو میاشتو راهیسي د دولت ضد مظاهري رواني ديانځور: Reuters

په قاهره کي د عرب لیګ د مرکزي دفتر څخه تر لاسه شوي معلومات ښیي چي زیات عربي هیوادونه په سوريه کي د خپلو ناظرینو د ماموریت د غځولو غوښتونکي دي.

دا په داسي حال کي ده چي دغه موده د جمعي په شپه پای ته رسیدلي ده. په سوریه کي د عرب لیګ د ناظرینو پر موجودیت سربیره هم په تاوتریخوالي کي کوم کمی نه دﺉ راغلی، چي له همدي امله پر دغه ماموریت باندې نیوکي کیږي.

په سوریه کي د بشري حقونو د ټولنو په حواله د جمعې په ورځ هم د سوریي د حکومت له لوري د مخالفینو پر ضد تاوتریخوالي دوام لاره. په دغو پیښو کي لږ تر لږه د شپږو کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د تیر کال په مارچ میاشت کي د دولت پر ضد د پیل شوو لاریونونو او د تاوتریخوالي په پیښو کي تر پنځو زرو څخه زیات انسانان وژل شوي دي.

د بل پلوه د فرانسي ولسمشر، نکولا سرکوزي، د سوریي د ولسمشر بشارالاسد، د دولت له لوري د جمهوري غوښتونکو پر ضد تشدد غندلی دﺉ. هغه ويلي دي چي د اسد دولت سوریه د ګډوډې پر لور روانه کړې ده چي ګټه به ئې یواځې تندلارو ته ورسیږي. سارکوزي پر عرب لیګ غږ کړې دﺉ چي هغوي دې په سوریي زور راوړي.

اټکل کیږي چي د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه به د دوشنبې په ورځ د سوریې پر ضد نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي. دا په داسي حال کي ده چي روسيې ګواښ کړی دﺉ چي د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کي به د سوريي پر وړاندي هر اقدام د خپل ویتو حق په واسطه رد کړي.

د بل پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې هغوي په دمشق کې د خپل سفارت د تړلو په اړه غور کوي. خو په دې اړه یې لا تر اوسه کومه پریکړه نه ده کړي.

سیدریاض (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش