1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د سورېې کردانو ته: د ترکيې له سرحده شاتګ وکړئ

۱۳۹۸ مهر ۲۱, یکشنبه

په سوريه کې د خلکو مدافع واحدونه کلونو له پاره د امريکا ملګري وو. اوس د سوريې له شماله د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته او هلته د ترکيې پوځ د عملياتو په پيل سره، ترمپ کردي ډلو څخه غوښتي چې د ترکېې له سرحدونو شاتګ وکړي.

https://p.dw.com/p/3RCWb
Militäroffensive der Türkei in Nordsyrien
د ترکيې پوځ خپل عمليات د اکتوبر په ۹مه پیل کړل.انځور: Getty Images/B. Kara

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ يو ځل بيا ترکيې ته خبرداری ورکړ که چيرته دغه هيواد په خپلو عملياتي سيمو کې د داعش ډلو د تيښتې په اړه وظایف ترسره نه کړي نو سخت تحريمونه به پرې ولګوي. ترمپ چې دغه خبرې يې د شنبې ورځې په ماښام کولې وويل چې د ترکېې دنده د مذهبي لږګيو څخه محافظت او د داعشي زندانيانو ساتنه ده.

ترمپ د خپلې وينا په يوه برخه کې کردي مليشو ته هم سپارښتنه وکړه چې ترکيې سره د سوريې له سرحدونو څخه شاتګ وکړي. دونالد ترمپ کردي ډلو ته په خطاب کې په صراحت وويل: «که تاسو الوتکې نه لرئ، مقابله د هغو ځواکونو سره چې الوتکې لري سخته ده.»

د امريکا ولسمشر هيله مندي ښکاره کړه چې د سورېې په شمال کې کردي وسلوالې ډلې به د ترکيې له سرحدونو څخه شاتګ وکړي.

هغه د سوريې له شماله د امريکايي عسکرو د وتلو په اړه هم خبرې وکړې. ترمپ وويل: «کردان تمايل لري چې د ترکيې له سرحدونو څخه تر ۳۰ کيلومترۍ پورې شاتګ وکړي. دا ښه کار دی.»

د متحده ايالاتو ولسمشر د سورېې له شمال څخه د خپلو عسکرو د شاتک د پريکړې په اړه وويل: «کله چې موږ ونشو کولی له خپلو سرحدونو څخه ساتنه وکړو، نبايد خپل عسکر ۵۰ کاله نور د سورېې او ترکېې د سرحدونو د ساتنې له پار هلته پريږدو.»

کردانو ته د دونالد ترمپ اشاره، تر ډيره کردي ډلو ته وه. په دغو ډلو کې په سوريه کې د«خلکو مدافع واحدونو» کردې مليشې هم راځي کوم چې د سوريې په شمال ختيځ کې له ترکي پوځ سره په جګړه بوختې دي.

New York UN Donald Trump
ترمپ ويلي ديکردان تمايل لري چې د ترکيې له سرحدونو څخه تر ۳۰ کيلومترۍ پورې شاتګ وکړيانځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

ترکيه بيا دغه واحدونه (ي پ ګ)، د کردستان د ګارګر ګوند (پ ک ک) ملګري بولي، چې په نهايت کې د يوې پوځي تروريستي ډلې په سترګه ورته ګوري. ترکيه له ډيرې مودې راهيسې د سوريې په شمال کې د يوې داسې «امن سيمې» د جوړېدو په هڅه کې ده چې يوازې د ترکيې تر کنترول لاندې وي. له دې څخه د ترکيې موخه دا ده تر څو يې په دا ډول سيمه کې په ميليونونو سوريايي مهاجر ځای پر ځای کړي وي.

د ترکيې پوځ د «سولې چينې» په نوم خپل عمليات د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر ۹مه پيل کړل چې نړيوالې انديښنې يې راپارولې دي.

د ترکيې د دفاع وزارت او کردي منابعو د څرګندونو له مخې، د وژل شوو او ټپيانو شميره مخ په لوړيدو ده. د ترکيې د دفاع وزارت رپوټ ورکړی چې د عملياتو په پنځمه ورځ يې څه باندې ۳۹۹ تروريستان وژلي او دغه راز يو ترکي سرتيری هم وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

ترکيې په دياربکر او ماردين سرحدي ښارونو کې د ماشومانو په ګډون د شپږو ملکيانو د وژل کيدو او ۷۰ تنو نورو د ټپي کيدو هم ويلي دي او زياته کړې ېې ده چې دغه ملکيان د سوريې په خاوره کې د «خلکو مدافع واحدونو» له خوا توغول شوو توغنديو وژلي او ټپيان کړي دي.