1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریې د اوردوغان ادعا رد کړه

۱۳۹۱ مهر ۲۱, جمعه
https://p.dw.com/p/16Opa

د دمشق مشرتابه د ترکیې د صدراعظم رجب طیب اردوغان، هغه ادعا رد کړه چې ګواکی په ترکیې کې ئې سوریې ته په روانه الوتکه کی وسلې موندلي دي. اردوغان مخکی تر هغه ویلی وه چې په دغه الوتکه کی چې مسکو جوړه کړې، وسلې او مهمات موجود ول.

ترکي جنګي الوتکو د چهارشنبه په ماښام دغه الوتکه چې له مسکو څخه دمشق ته روانه وه، په انقره کی کښته کیدو ته مجبوره کړه. د سوریې ترڅنګه روسیې هم دا خبره رد کړې چی په دغه الوتکه کی غیرقانوني بارونه موجود ول.