1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریې کې تاوتریخوالی جریان لري

۱۳۹۰ آبان ۱۳, جمعه

د سوریې د رژیم له لوري د عرب لیګ سره د معاهدې سربیره هم په دغه هیواد کې د پوځونو له لوري پر لاریون کوونکو تشدد روان دی. اوس عرب لیګ سوریې ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی ترڅو د سولې پلان عملي کړي.

https://p.dw.com/p/1350J
په سوریې کې د بشار الاسد پر ضد لاریونونه روان دي
په سوریې کې د بشار الاسد پر ضد لاریونونه روان ديانځور: dapd

د عربي هیوادونو د ټولنې د عمومي منشي معاون، احمد بن هالي، ویلي دي چې سوريې ته د سولې د پلان د عملې کولو په موخه ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی دی. د هغه په وینا د سولې د پلان د عملې کیدو وروسته کیدای شي چې د دولت او مخالفینو تر منځ د سولې خبرې وشي.

هغه د «العربیه» تلویزون سره په یوې مرکې کې ویلي دي چې د سوریې او د مخالفینو تر منځ خبرې به د عرب لیک په منځګړیتوب په قاهرې کې په لاره واچول شي.

د سوریې دولت د چهارشنبې په ورځ د عربي هیوادونو د ټولنې وړاندیزونه پرته له کوم شرطه منلي وو، خو د پنجشنبې په ورځ حکومتي ځواکونو د لاریون کوونکو پر وړاندې د زور زیاتي څخه کاراخیستی. د تاوتریخوالې په دغه نوو پیښو کې لږ تر لږه د ۲۰ تنو د وژل کیدو او تر ۵۰ زیاتو کسانو د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د ټولنو د کارکوونکو په وینا د حکومت له لوري دغه نوې ځپنه د حمص په ښار کې رامنځ ته شوې. عیني شاهدان وایي چې دولت له ټانکونو څخه هم کار اخیستي.

د سوریې د مخالف ګوند یو مشر، احمد رمضان، د پنجشنبې د ورځې پیښو ته په کتنې سره وایي:

«مونږ د عرب لیک پر پلان باندې د بشارالاسد د رژیم عمل ولید چې په حمص کې د لا ډیر تاوتریخوالې په بڼه راڅرګند شو.»

رمضان زیاته کړې چې په راتلونکو ورځو کې باید دې ته هم وکتل شي چې دولت څه کوي. د هغه په وینا که چیرې دولت د زور زیاتي څخه کار اخلي نو د عربي هیوادونو ټولنه باید خپل پلان ته له سره کتنه وکړي او د سوریې د خلکو د ژغورنې لپاره د یوې نړیوالې لارې د موندلو لپاره هڅې وکړي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش