1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرت داسي نوی سياست چي آلمان، آلمان پاته سي»

۱۳۹۵ دی ۱۹, یکشنبه

په آلمان کي د بايرن ايالتي حکومت غواړي چې د مهاجرو نوې طرحه نهايي شي. د دغه ايالت ايالتي لومړی وزير هورست زيهوفر، غواړي چې آلمان ته په کال کې د راتلونکو مهاجرو شميره معلومه او پر پولو دې کنترول لا زيات کړل شي.

https://p.dw.com/p/2VT78
Deutschland Flüchtlinge überqueren der Grenze von Österreich nach Deutschland
انځور: picture alliance/dpa/S. Kahnert

د صدراعظمې انګلا مرکل «مسيحي دموکرات» ګوند او د هغې د متحد «سوسيال مسيحي» ګوند ترمنځ د موجوده اختلافاتو د حل کيدو په هکله تر اوسه هيڅ کومې نښې نښانې نه ليدل کيږي.  دا په داسې حال کې ده چې د «مونشنر مرکور» ورځپاڼه خبر ورکوي چې د بايرن ايالتي حکومت غواړي د سه شنبې په ورځ، د مهاجرت مسئلې اړوند خپله طرحه نهايي کړي.

نوې طرحه د « څرنګه چې آلمان بايد آلمان پاتې شي» تر سرليک لاندې ده. ويل کيږي چې دغه طرحه د «سوسيال مسيحي» ګوند رهبر او د بایرن ايالت لومړي وزير هورست زيهوفر په قلم لیکل شوې ده. د دغې طرحې په سر کې د « سوسيال مسيحې» ګوند پخوانۍ غوښتنه، چې په آلمان کې دې د مهاجرو کلنۍ شمير محدوده او مشخصه کړل شي، ترسترګو کيږي.

دغه ګوند له څو مياشتو راهيسې له مرکزي حکومت څخه غواړي چې په آلمان کې دې د تازه وارد شويو مهاجرو کلنۍ شميره له ۲۰۰ زرو څخه پورته تعين نشي، خو دا غوښتنه په وار وار له صدراعظمې مرکل لخوا رد شوې ده. دغه اختلاف په داسې حال کې ادامه لري چې د آلمان دغه دواړه محافظه کار ګوندونه په روان کال کې عمومي انتخابات په مخ کې لري.

په «لوی ائتلاف» کې نارضايتي

«مسيحي سوسيال» ګوند چې د مرکل « مسيحې دموکرات» ګوند په پرتله تر ډيره محافظه کارانه دريځ غوره کوي، د مهاجرت په مسئله کې یې تر ډیره د انګلا مرکل د خلاصو دروازو پر سياست نيوکې کړي دي. د خلاصو دروازو سياست پر اساس، له ۲۰۱۵ کال راهيسې آلمان ته له يو ميليون څخه زيات مهاجر راغلي دي.

خو اوس داسې ښکاري چې مرکل هڅې کوي تر څو دغه اختلاف ته د پای ټکی کيږدي. د مرکل « مسيحې دموکرات» ګوند د جمعې په ورځ، په هر کال کې د « انعطاف منونکي او بدلیدونکې شميرې» طرح وړاندې کړه. پر دغې طرحه کې آلمان ته په هر کال کې د تازه وارد شويو مهاجرو شمير ندی قيد شوی، خو په کې ويل شوي دي چې آلمان بايد هر کال د موجوده شرايطو، د نړۍ په بحراني سيمو کې د بشري شرایطو او د آلمان د جذب توان ته په کتو، د تازه راتلونکو مهاجرو په اړه اقدام وکړي.

د بايرن حکومت، تر څنګ د دې چې د مهاجرو د کلنۍ نهايي شميرې تعينولو باندې تیڼګار کوي، دغه راز د مهاجرو کورنيو د الحاق په برخه کې هم د لا سختو مقرراتو د وضع کولو غوښتونکی دی. په احتمالي ډول داسې بريښې چې بايرن به له مهاجرو څخه وغواړي تر څو په لمړي سر کې خپل لګښتونه د دولتي مرستو پرته په خپلواکه توګه تامين کړي او له هغې وروسته به د خپلو کورنيو د الحاق د پاره درخواستونه ورکوي.

د بايرن حکومت په طرحه کې ليکل شوي دي چې د زيات عمر درلودونکو مهاجرو لمړنۍ مرستې به نورې هم محدودې کړل شي، دا په هغه صورت کې که چيرې یادو کسانو په آلمان کې خپل تر ټولو مهم کاري مسئوليتونه نه وي ترسره کړي. له دې نه علاوه هغه مهاجر چې په آلمان کې د جنايي جرم مرتک ګرځي له هغوې څخه به د ميلمستيا د منلو حق بيرته اخيستل کيږي او له آلمان څخه به ديپورت او اخراجيږي.

«انساني مسئولیتونه»

د دغو ټولو سربيره، د «سوسيال مسيحي» ګوند په خپله طرحه کې د مهاجرو منلو ته ژمن دی. په دغه ګوند په طرحې که راغلي دي: «د هغو کسانو منل چې ژغورنې ته اړتیا لري، یو انساني او مسیحي مسئوليت دی». له دې علاوه دا هم ويل شوي دي چې، « آلمان بايد په جدي توګه له بيګانه ستيزۍ، نژاد پرستۍ او يهود ستيزۍ سره مقابله وکړي».

د زيهوفر په طرحه کې له هغو هيوادونو سره د مرستو د زياتيدو غوښتنه هم شوې ده چې د توسعې په حال کې دي. په همدې دليل، زيهوفر د اروپايي اتحاديې له خوا افريقا د پاره د يو اقدام غوښتونکی دی.

پر شينګن تړون فشار

د برلين تروریستي حملې ته په کتو، د بايرن حکومت دغه راز پر پولو د لا کلک کنترول غوښتونکی دی. تيره مياشت برلين ښار کې د کريسميس په يوه بازار کې د يوې تروريستي حملې په ترڅ کې ۱۲ تنه مړه او له ۵۰ زيات کسان ټپيان شول. پولیسو د انيس عامري په نوم يو تونسي مهاجر د دغې حملې مظنون وپيژاند. عامري د « اسلامي دولت» يا داعش سخت دريځي تروريستي ډلې له پلويانو څخه وو.

نوموړی له حملې وروسته وتوانيد چې د آلمان له پولو واوړي او خپل ځان هالند، فرانسې او ايټاليا پورې ورسوي. هغه بلاخره د ايټاليا په ميلان ښار کې په يوه وسلواله نښته کې ووژل شو. دا چې د سفر پر وخت ولې د عامري اسناد نه وو کتل شوي دليل یې د شينګن معاهده ده چې له مخې ېې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو پر پولو آزاد تک راتک کيږي. ورستيو تروريستي پيښو ته په کتو، اوس دغه معاهده تر سخت فشار لاندې ده.

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل هم هدایت ورکړی دی تر څو د آلمان امنيتي زيربناوي په هراړخیزه او جامع توګه تر بيا کتنې لاندې راوستل شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.09.2015):