1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې له لوی ایتلاف سره موافقه وشوه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ آذر ۲۳, شنبه

د آلمان د سوسیال دیموکراتانو ګوند د میرکل له مسیحي اتحاد سره د یوه لوی ایتلاف له جوړه ولو سره موافقه وکړه. په دې ترتیب سره به میرکل د دریمې دورې له پاره د آلمان د صدراعظمې په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/1AZmo
انځور: John MacDougall/AFP/Getty Images

د سوسیال دیموکراتانو یوې لوړپوړې غړې باربرا هیندریکس، د شنبې په ورځ وویل چې د سوسیال دیموکراتانو له څلورو څخه درې برخې غړو له میرکل سره د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو په حق کې رایه ورکړې ده.

د میرکل مسیحي دیموکرات او د هغې اتحادي سوسيال مسيحي ګوند د آلمان د تیرو پارلماني ټاکنو ګټونکي شول خو د یوه اګثریت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل. د میرګل د ګوند پخواني ایتلافي ګوند لیبرال دیموکرات بیا په تیرو ټاکنو کې و نه توانید چې پارلمان ته لاره وموندي. له همدې کبله میرکل او اتحاد یې د یوه نوي اتیلاف د جوړولو په هڅه کې شول.

د آلمان د پارلماني ټاکنو د قانون له مخې د دې له پاره چې یو ګوند پارلمان ته لار وموندي، باید لږ تر لږه پنځه سلنه رایي ترلاسه کړي. دا هغه څه وو چې لیبرال دیموکراتان پرې و نه توانیدل او مسیحي دیموکراتان یې له داسې یوه وضعیت سره مخامخ کړل چې باید د ګټونکو ګوندونو له ډلې څخه یې د حکومت جوړولو په موخه له یوه سره ایتلاف کړی وای.

د سوسیال دیموکراتانو ګوند غړو له لوړ اکثریت سره د میرکل له مسيحي اتحاد سره د «لوی ایتلاف» له جوړولو سره موافقه وکړه. د سوسیال دیموکراتانو د ګوند مشر زیګمار ګابریل، د لوی ایتلاف تر اعلانیدو وروسته وویل: «ما په تیرو ۳۶ کلونو کې چې د سوسیال دیموکراتانو له ګوند سره تړاو لرم، هیڅ کله هم خپل ګوند له سیاسي لحاظه په یوې موضوع کې دومره ښکیل نه دی لیدلی.»

که څه هم د راتلونکې کابینې په اړه به په رسمي ډول وروسته معلومات خپاره شي خو رسنیو لا وختي د ځینو راتلونکو وزیرانو په اړه معلومات خپاره کړي دي. د رسنیو په حواله به د آلمان د مالیې اوسنی وزیر ولفگانگ شويبله پر خپلې دندې پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د آلمان په راتلونکې کابينه کي به د دفاع وزارت د يوې مېرمني په اختيار کي وي.

تر دې مخکې د آلمان ZDF تلویزیون له خوا یوې ترسره شوې نظر پوښتنې ښوولې وه چې ۴۹ سلنه آلمانیان د یوه لوی ایتلاف د رامنځ ته کیدو په حق کې دي. د دغې نظر پوښتنې د پایلو له مخې ۳۳ سلنه آلمانیان د دغه ایتلاف مخالف دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب