1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوسیال دیموکرات ګوند: افغانستان ته ادې خراج نه زیاتیږي

۱۳۹۸ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

په پام کې ده چې د آلمان د کورنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د اخراجونو د زیاتوالي په هکله بحث وشي. خو د نیدرساکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر د افغانستان امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره دا یوه تیروتنه بللې ده.

https://p.dw.com/p/3KA67
Deutschland niedersächsische Innenminister Boris Pistorius (SPD)
انځور: picture alliance/dpa/H.-C. Dittrich

افغانستان ته د اخراج موضوع به د آلمان د کورنیو چارو د ایالتي وزیرانو د کنفرانس د بحث مهم ټکی وي. دا په داسې حال کې ده چې د نیدرساکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر پستوریوس، د افغانستان امنیتي وضعیت ته په اشارې سره دغه هیواد ته د افغان پناه غوښتونکو اخراج تیروتنه بللې ده.

بورس پیستوریوس، افغانستان ته د اخراج د لړۍ پراخولو مخالفت کړی دی. د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند پورې اړوند د ساکسن ایالت د کورنیو چارو وزارت ویاند په هانور ښار کې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «دا هغه یو وړاندیز دی چې موږ یي اوسمهال ردوو.»

نوموړي د دې مخالفت په استدلال کې وویل چې پر خطر پيښوونکو او درنو جرمونو ترسره کونکو سربیره د نورو مهاجرو اخراج باید حد اقل د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان په اړه د منلو وړ امنیتي وضعیت رپوت وړاندې کولو پور وځنډول شي.

پيستوریوس وویل چې یوازې په روان کال کې تر اوسه پورې په پلازمېنه کابل کې اته بریدونه شوي دي چې ډیر شمیر کسان په کې وژل شوي دي: «د اخراجونو د شمیر زیاتولو په اړه د کورنیو چارو وزارت هیله که څه هم د درکولو وړ ده خو موږ باید د خپلو معیارونو درناوی وکړو او اجازه ور نه کړو چې بی ګناه خلک بحراني سیمو ته بیرته واستوو.»

د آلمان د کورنیو چارو مرکزي او ایالتي وزیران به له چهارشنبې ورځې څخه تر جمعې ورځې پورې په کييل ښار کې غونډه ولري. د یوه پریکړه لیک د مسودې پر اساس ویل کیږي چې افغانستان ته به اخراجونه دوام پيدا کړي او دا به یوازې د هغو کسانو پورې محدود نه وي چې جرم یي ترسره کړی وي او یا د خپل هویت په تثبیت کې همکاري نه وي کړي.

په دغه سند کې چې ویل کیږي د کورنیو چارو وزیرانو د کنفرانس په لړ کې به د تایید له پاره وړاندې شي، راغلي دي: «د هغو افغانو اتباعو [چې باید له آلمان څخه ووځي] د اخراج له پاره به لازم اقدامات  وشي.»

له سوسیال دیموکرات ګوند څخه د کورنیو چارو دغه ایالتي وزیر به له دې نقطې سره موافقه ونه کړي، بلکه هغې ته به د سیمې له وضعیت سره ارتباط ورکړي.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ (UNHCR) د اونۍ په پای کې د افغانستان د خطرناک امنیتي وضعیت له کبله دغه هیواد ته پر اخراجونو سخته نیوکه وکړې وه.

د نوموړي ادارې یوه ویاند په برلين کې وویل چې د دغه هیواد امنیتي وضعیت د پناه غوښتونکو بیرته ستنونې ته مناسب نه دي، خو یوازې په استثنایي مواردو کې کیدای شي دې هیواد ته رد شوي پناه غوښتونکي واستول شي. نوموړي زیاته کړه چې په تیرو میاشتو کې وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

د کورنیو چارو وزیرانو د غونډې یوه بله موضوع به د سوریي د وضعیت په اړه وي. له آلمان څخه به دغه هیواد ته هیڅ پناه غوښتونکی اخراج نه شي.

د پریکړه لیک د مسودې له مخې د کورنیو چارو ایالتي وزیران په دې اړه موافقې ته رسیدلي دي چې د تیر کال پریکړه چې له مخې سوریي ته اخراج بند شوی وو، د روان ۲۰۱۹م کال د دسمبر تر ۳۱ نیټې پورې بی له کوم تغیر څخه وغځوي، خو یوازې په هغه صورت کې چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دغه عربي هیواد امنیتي وضعیت بل ډول نه وي ارزولی.

DPA /NS-MJ