1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سولي شورا: د م.م. د امنيت شورا د پريکړي هرکلی کوو

۱۳۹۰ خرداد ۲۹, یکشنبه

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا تيره ورځ اعلام وکړی چي د طالبانو او القاعدې ډلي يې په خپل تور ليست کي پر دوو برخو وويشلې.

https://p.dw.com/p/11f2T
د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني
د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين ربانيانځور: AP

اوس به د القاعدي بنسټ پالي ډلي د هغو غړو نومونه په جلا او د طالبانو به په جلا نوم لړ کي وي کوم چي تر دې دمخه په يوه ګډ تور ليست کي ځای سوي ول.

د افغانستان د سولي د عالي شورا مرستيال ښاغلي لودين دويچه ويله ته په يوه ټليفوني اړيکه کي وويل چي دوی د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دغي فيصلي هرکلی کوي او دا به له افغان حکومت سره د سولي په لاره کي ډيره مرسته وکړي.

داسي ويل کيده چي افغان حکومت له تيره يوه نيم کال راهيسي په دې لټه کي ول چي د ملګرو ملتونو د بنديزونو له تور نوم لړ څخه د يو شمير طالبانو نومونه را جلا کړي.

په دغه نوم لړ کي شامل کسان د آزاد سفر حق نه لري او شتمنۍ يي هم کنګل وي.

د ښاغلي لودين په وينا، دوی به اوس هڅه وکړي چي د ناراضي طالبانو د مشرانو نومونه په هغه صورت کي له تور نوم لړ څخه وباسي چي د سولي له پروسي او د افغانستان د بياودانولو له بهير سره همکارۍ ته ليوالتيا وښي.

په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دغه پريکړه د ولسي افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ سوې.

د کابل ښار د چرګانو په کوڅه کي د غوښو د پلورنځي مالک بدرالدين آغا دويچه ويله سره په خبرو کي د دغه اقدام هرکلی وکړ.

د نوموړي په وينا دا طالبانو ته پيغام ورکوي چي نور بايد له بغاوت څخه لاس واخلي او د سولي له بهير سره په يو ځای کيدو سره ځان د پرديو له غلامۍ خلاص کړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځی زده کړيال شيراحمدقرغه يي بيا د ملګرو ملتونو د دغي پريکړي مشروط هرکلی کوي.

نوموړی وايي ملګرو ملتونو بايد په هغه صورت کي تور نوم لړ پر دوو برخو ويشلی وای چي په دي پوه سوي وای چي، طالبان بيا له القاعدې سره نه يو ځای کيږي.

هغه وويل:« دا کار د غربي حکومتونو د فشار له کبله سوی نه د افغان حکومت د غوښتني پر بنسټ.»

د شيراحمد پر وينا دي بيا هم دغه کار په نيک فال نيسي او تمه لري چي پر دي سره به طالبان وپوهيږي چي له سولي سره د يو ځای کيدو په صورت کي ورته هرو مرو امتيازات ورکول کيږي.

په همدې حال کي د سولي د عالي شورا بل غړی او د طالبانو د پخواني حکومت معين ارسالا رحماني چي خپله يې هم نوم په همدې تور ليست کي دی د دغه ګام ستاينه کوي خو د بسني وړ يي نه بولي.

رحماني دويچه ويله ته وويل چي که چيري ددغه نوم لړ څخه اوس د هغو طالب مشرانو او جنګي قوماندانانو نومونه و ايستل سي، چي په وسله وال مقاومت کي لاس لري نو دا به د سولي له بهير سره ډيره ګټه وکړي.

د ښاغلي رحماني د وينا له مخه دا د افغان دولت او د سولي د عالي شورا هيله ده چي تور نوم لړ له مينځه ولاړ سي.

که څه هم طالبانو تر اوسه پوري له القاعدي څخه د خپلو نومونو د جلا کړون په برخه کي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د وروستۍ پريکړي په باب خپل رسمي دريځ ندي ښولي خو د ولسي جرګي يو شمير غړي داسي انګيري چي ګواکي نوري ډيري چاري هم سته چي د سولي په لاره کي بايد تر سره سي.

دا په داسي حال کي ده چي د سولي عالي شورا د رواني مياشتي په پيل کي د ديرشو تنو طالب مشرانو نوم لړچي، ډيری يې اوس د طالبانو له ليکو بېل دي د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته سپارلي او د هغوی د سپينولو غوښتنه يې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يوه پلاوي تيره اونۍ په کابل کي وويل چي پر دغه نوم لړيې کار پيل کړی او د شورا د غړو تر فيصلې وروسته به يې برخليک څرګند سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل