1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سومرو د پاکستان د نوي صدراعظم په توگه وگمارل شو

۱۳۸۶ آبان ۲۵, جمعه

اسلام آباد: تر اوسه پوری د پاکستان د مشرانو جرگې مشر محمد ميان سومرو د پاکستان د نوي لومړی وزير په توگه د جمهور ريس پرويز مشرف لخوا وگمارل شو.

https://p.dw.com/p/DKCV
انځور: AP

اوه پنځوس کلن سومرو به دغه ډنډه يوازي د راتلونکي کال تر جنوری پوری ولری، کوم وخت چې د پارلمان لپاره ټاکنې په نظر کې نېول شوي دي.

پاکستاني رسمي مقاماتو خبر ورکړی دی، چې د اپوزيشن مشره مېرمن بينظير بوټو کوربند هم لغو شوی دی او دا کولای شی، په آزادانه ټوگه حرکت وکړی. خو د امنيتي علتونو له کبله به پوليس د دې کور مخته پاتي شي.