1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويس غواړي د سوريې شخړه نړيوالي محکې ته راجع کړي

۱۳۹۱ دی ۲۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17KD5

د جرمني او نورو۵۶ هيوادو په مرسته سویس غواړي د سوريې شخړه دجزأ نړيوالي محکمې ته راکش کړي. د سویس د بهرنيو چارو وزارت د ملګروملتو له امنيت شورا څخه وغوښتل چي د سوريې په داخلي جنګ کښي د ظالمانه او بشري ضد واقعو له کبله هغه په هاګ کښي د جزأ نړيوالي محکمې ته راجع کړي. په هغه ليک کښي چی د ملګروملتو د امنيت شوراته ورکول سوی دی، راغلي دي چي د سوريې په شخړه کښي د بشریت په مقابل کي د جنایتو او جنګي جنایتو له کبله باید ټوله ذیدخل اړخونه محاکمې ته راکش سي. خو د دغي شورا دايمي غړي چين او روسيه د سویس له دغه ابتکار سره نه دي ملګري سوي. د ملګروملتو د معلوماتو پراساس د سوريې په شخړه کښي تر اوسه پوري تر۶۰۰۰۰ اضافه انسانان وژل سوي دي چي زیادتره یې ملکي کسان وه.