1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویلي سوډان د ملګرو ملتونو 193 غړی شو

۱۳۹۰ تیر ۲۴, جمعه

د څو لسیزو تر جګړو وروسته پخوانی لوی سوډان په دوو برخو وویشل شو. او د سویلي سوډان نوي هیواد منځ ته راغی. د پنجشنبي په ورځ د ملګرو ملتونو په عموي اسامبلي کي تر رایی وروسته سویلي سوډان د دغه اداري ۱۹۳ غړي هیواد شو

https://p.dw.com/p/11wGe
ملګرو ملتونو سویلي سوډان د آزاد هیواد په توګه وپیژند
ملګرو ملتونو سویلي سوډان د آزاد هیواد په توګه وپیژندانځور: dapd

تیره اونۍ د نړۍ د نقشی پر مخ نوي سویلي سوډان ته د ملګرو ملتونو د غړي هیواد په توګه، نړيوالي ټولني مبارکي وویلي. د روان کال د جنوري په میاشت کي د یوي ټول پوښتني په ترڅ کي عامو خلکو سویلي سوډان د یو جلا هیواد په توګه وپیژند او د روان کال د جولایی د میاشتي په نهمه نیټه دغه هیواد ته په سوله ایزه توګه آزادي ورکړل شوه.

تیره ورځ د امریکا متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلي د غونډي څخه وروسته، بان کيمون سویلي سوډان ته د یوه مستقل هیواد په توګه ښه راغلاست وويل.

تر دي وړاندي په 1996 کال کي د مونټي نیګرو هیواد د ملګرو ملتونو ۱۹۲ غړي هیواد منل شوي وو. د چهارشنبي په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رایو په اتفاق سره له دي خبري څخه ملاتړ وکړ چي سویلي سوډان دي د ملګرو ملتونو د غړي په توګه ومنل شي.

د عمومي اسامبلي تر غونډي وروسته په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د دفتر مخي ته د سویلي سوډان بیرغ ورپول شو. سویلي سوډان د نړي د غریبو هیوادونو څخه یو هیواد شمیرل کیږي.

په سوډان کی د کورنۍ جګړي پر وخت د دغه هیواد لمړني اقتصادي اساسات بیخي له منځه تللي دي. خو اوس د جبي او خرطوو دولتونو ژمنه کړي ده چی د تیر وخت ټولو شخړو ته به د سولي ایزي لاري د پاي ټکي کیږدي، تر څو هلته د اقتصادي پرمختګ لاري هواري شي. د شمالي او سویلي سوډان تر مخ داسي ځینی ستونزي شته چی پر هغي باید دواړه هیوادونه هوکړي ته ورسیږي.

ځینو امنیتي څیړونکو خبرداری ورکړي که چیري د دغه دواړو هیوادونو تر منځ د مهمو ستونزو د حل لپاره په نړیواله کچه هلي ځلي ونه شی نو په دغي سیمي کي به د سولی او ثبات لپاره شوي هلي ځلي په سیند لاهو شي.

د المان سربیره ډیرو لویدیځو هیوادونو د سویلي سوډان سره د ممکنه مرستو لپاره خپلي ژمني تکرار کړي او په دواړو هیوادونو یی غږ کړي ترڅو خپل منځی ستونزو د هوارولو لپاره کوښښونه سوله یزه کوښښونه وکړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: مسعود جهش