1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

سویډنۍ محکمې امریکايي سندرغاړی د افغان ځوان په وهلو پړ بللی

۱۳۹۸ مرداد ۲۴, پنجشنبه

يوې سویډنۍ محکمې د یوه افغان ځوان د وهلو له کبله د رپ سندرو یو مشهور امریکايي سندرغاړی په تعلیقي زندان محکوم کړی دی. د دغه سندرغاړي محاکمه هغه وخت د رسنیو سرټکو ته راووتله، کله چې دونالد ترمپ د هغه د خلاصون غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/3NweX
ASAP Rocky
انځور: picture-alliance/abaca/A. Marechal

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۴مه) په سویډن کې یوې محکمې په خپل هنري نوم «ایسپ راکي» مشهور د رپ سندرو امریکايي سندرغاړی د سویډن د سټاکهولم ښار پر یوه سړک باندې له یوه افغان ځوان سره تر لفظي شخړې وروسته د نوموړي افغان د وهلو او ډبولو له کبله پړ بللی دی.

په سټاکهولم کې یادې محکمې نوموړي امریکايي سندرغاړي چې اصلي نوم یې «ریکیم میرس» دی، په تعلیقي زندان محکوم کړی. سربیره پر دې، یادې محکمې د نوموړي سندرغاړي دوو ملګرو هم د محکمې دغه راز یو حکم ترلاسه کړی دی.

نوموړي ۳۰ کلن سندرغاړي د محکمې په جریان کې د بې ګناهۍ ادعا کړې او ویلي یې وو چې د جون میاشتې په ۳۰ نیټه وروسته له هغې چې له دوو کسانو سره یې لفظي شخړه وکړه، د دوی له لوري تعقیب شوی او دا چې بیا اړ شوی له ځانه دفاع وکړي.

USA ASAP Rocky
انځور: picture-alliance/AP Images/Invision/C. Sykes

په دغه فزیکي شخړه کې د مصطفی جعفري په نامه یو ۱۹ کلن افغان د سر په برخه کې په بوتل وهل شوی دی. جعفري چې په محکمه یې شهادت ورکوو، وویل چې له دې کبله چې د شخړې پرمهال پر سر وهل شوی، دغه پیښه یې په ښه توګه په ذهن کې نه ده پاتې شوې.

په سویډن کې د یادې محکمې څارنوالانو ویلي چې پر جعفري باندې د بوتل په ټوټو او یا د بشپړ بوتل پرمټ برید شوی دی. دغه ځوان افغان ادعا کړې چې امریکايي رپ سندرغاړي هغه په ځمکه غورځولی وو. په یوه ویډیويي کليپ کې چې څارنوالانو محکمې ته وړاندې کړی، ښکاري چې میرس [امریکايي سندرغاړی] دغه افغان پرځمکه غورځوي. تر پیښې وروسته د افغان ځوان پر بدن ټپونه، په وینو سرې او شکیدلې جامې او همدا راز د بدن د ځینو برخو شینوالی له ورایه ښکاري.

Schweden | A$AP Rocky vor Gericht
انځور: imago images/TT/A. L. Lindqvist

محکمې ویلي چې تورن کسانو «قرباني کس وهلی او ډبولی او هغه یې په لغتو وهلی او دا چې دوی په داسې یو حالت کې نه وو چې د ځان دفاع ته اړتیا وي.« یادې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ترهر اړخیزې ارزونې وروسته دغې نتیجې ته رسیدلي چې دغه برید په خپل ذات کې دومره جدي نه دی چې مجازات یې حبس وټاکل شي، او له همدې کبله تورن کسان په تعلیقي حبس محکوم شوي دي.

څارنوالانو د میرس له پاره د شپږ میاشتې زندان غوښتنه کړې وه. د محکمې د حکم په اساس، ۱۹ کلن قرباني کس ته باید د جبران خسارې پیسې هم ورکړل شي.

دغه پیښه وروسته له هغې په نړیواله کچه مشهوره شوه، کله چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سویډن له حکومت څخه د رپ سندرغاړي د آزادیدو غوښتنه وکړه. سويډن د ولسمشر ترمپ د دغې غوښتنې په غبرګون کې وویل چې ترمپ باید د دې هیواد په قضايي نظام کې لاسوهنه ونه وکړي. نوموړي امریکايي سندرغاړي د زندان خپله یوه میاشتنۍ دوره «سخته او تحقیروونکې» بللې ده.