1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د بې سرپرسته ماشوم مهاجرو ستونزي

۱۳۹۴ شهریور ۱۸, چهارشنبه

کابو هره اوونۍ ۷۰۰ ماشوم کډوال بې له میندو او پلرونو سویډن ته رسیږي. د دغو ماشومانو له ډلې څخه ډیر شمیر یې په لار کې ټپیان شوي او ځینې یې د قاچاق وړونکو له لوري د وهلو او جنسي تیريو د پيښو له کبله په روحي توگه کړیدلې دي.

https://p.dw.com/p/1GTOk
Symbolbild minderjährige Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

په عام ډول ماشومان چې زیاتره یې تنکي هلکان وي له منځني ختیځ، افریقایي او آسیایي هیوادونو څخه خپل اوږد سفر ته د ډنمارک له «ارویسوند» پل څخه تر اوښتو وروسته د پای ټکی ږدي او د سویډن لومړني ښار مالمو کې د پناه غوښتنه کوي.

د مالمو په ترانزیت مرکز کې په لومړیو څو ورځو کې د دغه بې سرپرسته ماشومانو یا تنکیو ځوانانو پالنه کیږي. د دغه مرکز پرسونل د رارسیدلو ماشومانو وضعیت بیانوي چې څرنگه ځینې ماشومان له ماتو سرونو او یا هډوکو سره دغه ځای ته وررسیږي.

زیاتره دغه تنکي ځوانان هغه وخت ټپیان کیږي چې د غیرقانوني سفر پر مهال له لویو موټرو څخه لویږي. خو ډیر وخت دغه تنکي ځوانان د هغو قاچاق وړونکو له خوا هم ټپیان کیږي چې د دوی له والدینو څخه له دې کبله پیسې تر لاسه کوي چې دغه ماشومان به په خوندي توګه اروپا ته رسوي.

د بیلگې په توگه ځینې ماشومانو په سمندر کې په کښتیو کې اروپا ته د خطره ډک سفر پر مهال د څپیړو د خوړلو له کبله له کوڼوالي څخه کړیږي. په سمندرگي کې دغه سفر په داسې کښتیو کې کیږي چې په اصل کې هیڅ د سمندر د سفر له پاره مناسبې نه وي.

د رویټرز خبري آژانس په خپل تفصیلي رپوټ کې د مالمو د ترانزیت مرکز د منیجرې کریستیان روزن له قوله لیکلي دي: «موږ ډیر داسې ماشومان لرو چې د لیبیا له لارې راغلي وي او په داسې کښتیو کې یې سفر کړی وي چې چپه شوې وي.»

نوموړې زیاتوي چې یو بې سرپرسته ماشوم خپل ورور ولید چې د مدیتراني په سمندرگي کې غرق شو. د دغه مرکز پرسونل داسې اټکل کوي چې د دغو ماشومانو تر نیمایي زیات رواني پالنې ته اړتیا لري.

سویډن ته د خپل نفوس په نسبت د بل هر اروپایي هیواد په پرتله ډیر کډوال ورځي او د سوریې د کورنۍ جگړې څخه د خلکو د تيښتې وروسته په دغه شمیر کې لا ډیروالی راغلی دی.

دغه هیواد له ۱۹۷۰م کال څخه مهاجر مني او اروپایي ټولنې ته د رارسیدونکو ټولو بې سرپرسته ماشومانو یوه برخه یې منلې ده او داسې اټکل کیږي چې سږ کال به دغه شمیر دوه برابره یعنې ۱۲۰۰۰ تنو ته ورسیږي.

چارواکي وایي چې زیاتره مهال میندې او پلرونه په قاچاقي توگه یوازې د یوه ماشوم د لیږلو توان لري. نو په دې ترتیب هغوی یو ماشوم سویډن ته استوي، ترڅو د ترهگرو ډلو لکه «اسلامي دولت» یا داعش په لیکو کې د هغوی د جذبیدو مخه ونیسي. دغه افراطي ډله د سوریې او عراق په یو شمیر سیمو کې کنترول لري او هلته یې په خپل سر د خلافت اعلان کړی دی.

نوموړی آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې د بې سرپرسته ماشومانو له دریمې برخې هم کم ماشومان بیرته له خپلو میندو او پلرونو سره یو ځای شوي وي.

پر مالمو باندې فشار

د سویډن د مالمو ښار ته د ډنمارک له پلازمینې کوپنهاگن څخه په اورگاډې کې سفر یوازې ۳۵ دقیقي وخت نیسي او دغه ښار سویډن ته د تنکیو ځوانانو د رسیدو اصلي بندر دی.

ځیني دغه تنکي ځوانان هغه وخت د خلکو د توجه وړ گرځي چې پر سړکونو سرگردانه گرځي او بیا یې مقامات له ځانه سره بیایي او ځینې نور بیا د پولیسو او اجتماعي کارکوونکو په لټه کې وي او یا د قاچاقبرانو له لوري د پناه غوښتنې دفترونو ته څیرمه پریښودل شوي وي.

د روان میلادي کال په اگست میاشت کې ۹۳۸۳ بې سرپرسته ماشومانو په سویډن کې د پناه غوښتنه کړې ده، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۱۴م کال کې دغه شمیر ۷۰۴۹ تنه وو. سږ کال په دوبي کې د دغو کسانو په شمیر کې بي ساري زیاتوالی راغلی دی. د سویډن د کډوالو د ادارې د ارقامو له مخې د دغو ماشومانو زیاتره یې له افغانستان، اریتریا، سومالیا او سوریې څخه ارغلي دي او ډیر شمیر یې هلکان دي. د بې سرپرسته ماشومانو ۹۲ سلنه چې د پناه غوښتنه کوي عمرونه یې د ۱۳ او ۱۷ کلونو تر منځ وي.

تیر کال ۲۹ سلنه بې سرپرسته ماشومان چې په اروپایي ټولنه کې یې د پناه غوښتنه کړې، سویډن ته تللي. د هغوی د پالنې لگښت ۹،۱ میلیارده کرون یا ۱.۱ میلیارده امریکایي ډالرو ته رسیږي.

د مالمو ښارواله کاترین ستیرنفلد یامیح، وایي چې هره ورځ ۴۰ یا ۵۰ راتلونکي ماشومان د دې ښار مالي سرچینې تر فشار لاندې نیسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب