1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سي آی ای او بنديان -اوباما نشی کولای، چې له رښتيا سترګې پټې کړی

۱۳۸۸ شهریور ۳, سه‌شنبه

اصلا جمهور رییس بارک اوباما غواړی چی خپله تفریحی رخصتی وکړی. او که چیری په رخصتی کی کوم کار هم کوی، هغه يواځي په دی هکله سوچ کول دی چی څرنګه د خپل روغتیایی اصلاحی پروګرام د عمل په ډګر کی پلی کړی.

https://p.dw.com/p/JHro
سمبوليک عکس: اوبا او د ګوانتانامو زندان
سمبوليک عکس: اوبا او د ګوانتانامو زندانانځور: AP/DW

خو ګمان نه کیږی چی د جمهور د سمندری له غاړی رخصتی دی هسی په هوسایی تیره شی چی دی یی غواړی ، هغه باید د CIA د پخوانیو کړو او وړو په هکله هم فکر وکړی او هغه يو پوشتنی ته ځواب پیدا کړی چی امرکیا په راتلونکی کی د CIA له هغو اجنتانو سره څه وکړی چی په تیرو کلونو کی یی د بوش او چینی په تایید یی بندیان په ډيری ناروا توګه کړولی دی تر څو له هغو څخه په زور د ترورستی فعالیتونو اعترافات واخلی.

که چیر ی د اوباما زړه یی هغه غواړی چی دغه تیری شوی پیښی په بشپړه توګه دوسیو ته وسپارلی شی، په دی آند چی ګواکی: آخر مونږ ټول پوهیږو،چی په پخوا څه تیر شوی دی. د صحنه سازی شوو اعدامونو او د برمی د ماشینونود حملو سره د کړولو د متدودونو په هکله ټول نوی جزییات یواځي د بوش د حکومت د لا مخکی پیژندل شوو پالیسی څخه پل څه نه دی چی ویل یی:د هدف لپاره هر وسیله سپیڅلی ده، د ترور پر ضد جګړه کی د هر ډول غیر انسانی چلند هم روا دی.

د متحده ایالاتو د جمهور رییس په نظر دا پرته له ّغه چی په زرها ځله تکرار شوی دی بله څه نه دی او دا ښه هوښیاری نه ده. په دی وجه اوباما غواړی تیر پًه ټير سړی باید آینده ته نظر واچوی. په آینده کی نور زیاتی CIA د امریکا په ځانګړو بندیخانو کی ، که ګوانتانامو کی دی او که په بګرام کی، د تحقیقاتو په وخت کی باید د صلاحیت انحصار ونه لری.

همدا راز هغه وخت هم تیر شوی چی د CIA مستنطقین د کړولو او رړولو تحقیقاتو صلاحیت شخصی شرکتونو لکه د اجیر عسکرو شرکت، بلک واتر ته وسپاری تر څو ځان ته برات ورکړی. سخت تحقیقات باید وشی خو نه تر ربړولو او کړولو له لاری. په راتلونکی کی هغه څه چی په خاصو بندیخانو کی د خاصو تحقیقاتو کی سره سرته رسول کیږی، جمهور رییس ته باید خبر ورکړای شی. د اوبما له نظر، له دی لاری ضمانت کیږی چی هغه کړه وړه بیا نه تکراریزی چی د بوش او چینی په زمانه کی تر سره شوی دی .

سر بیره پر دی د سره صلیب نړیواله کمیته هم باید ځانګړو بندیخانو ته لاس رسی ولری. له دی لاری اوباما په دی باور دی چی د د استخباراتی ادارو د تیری ربړونکی زمانی د تکرار مخه نیول کیدای شی او له دی لاری کیدای شی چی د امریکا د بشری حقونو د مبارزینو خوله چپه کیدای شی.

خو ګمان نه کیږی چی دی به له خپل دی فکر سره بریالی شی. ځکه د امرکیا په تاریخ کی د لومړی تور پوستی عدلیی وزیر په توګه د اریک هولدر سره اوباما د هغه چا په مقابل کی ولاړد دی چی نه غواړی د تحقیقاتو دوسیی داسی په آسانی سره هیری کړای شی. هولدر د اوباما یو ستر ملاتړ کونونکی او متحد دی. خو په دغه مسأله کی د امریکا دغه لوی څارنوال یو ناړامه متحد دی. ځکه هولدر غواړی چی چی ټولو هغو جنایانو باندی باید د یو ځانګړی پلټونکی له خوا کار وشی چی د CIA په نامه سرته رسیدلی دی.
هولدر ټولی استخباراتی دوسیی مطالعه کړی دی. هغه په دی نظر کی حق په جانبه دی، چی په راتلونکی د CIA تر نامه لاندی یو ټیننګ استخباراتی اادره هغه وخت پاتی کیدای شی چی د جنایانو عاملین عدالت ته کش کړای شی. دا بی تفاوت ده چی که چیری هغه د استخباراتی اداری اجنتان دی او که عقیدوی عاملیین، بوش او او چینی.
خو دا چی دغه دواړه دی د کومی محکمی په وړاندی ودرول شی، ډير لږ انتظار کیږی.

عبدالباری حکيم
کتونکی: يحيی وردک