1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپنتا: «جګړه پر مونږ تپل شوي ده»

۱۳۸۹ بهمن ۸, جمعه

خو د افغان ولسمشرامنيتي مشاور دادفرسپنتا په یوه مرکه کی داهم وویل: کله چي «مونږ د 14 کلونو په موده کي ونه توانيږو چي لږه تر لږه يو با ثباته، کارورکونکي حکومت جوړ کړو، نو ملامتیا بیا زمونږ په غاړه ده

https://p.dw.com/p/QwAM
د افغانستان د ولسمشر امنیتی مشاور رنګین دادفر سپنتا
د افغانستان د ولسمشر امنیتی مشاور رنګین دادفر سپنتا

د افغانستان له نظره له دغه هيواد څخه د آلماني سرتيرو د وتلو پلان چي د آلمان د پوځي ماموريت د مودي د اوږدولو مهم بحث ګرځيدلي، يوه ضمني مسأله ده. په افغانستان کي د آلمان 4800 مستقر دي. ډيري بهرني سرتيري له امريکا متحده ايالاتو څخه دي چي شمير يي تر 80 زرو پوري رسيږي.

که څه هم د آلمان سرتيري د افغانستان په شمال کي د امنيت د ساتني مسووليت په غاړه لري خو د دغه هيواد د ولسمشر د امنيتي مشاور رنګين دادفر سپتا له نظره په شمال کي د جګړو درود پيټي د امريکايانو په اوږو بار دي. سره له دي هم سپنتا په هغي مرکي کي چي د آلمان له راډيو سره يي کړي ده، د آلمان د پوځي ماموريت څخه مننه وکړه او وويل: « د آلمان دغه حضور د نړيوال تروريزم ضد جګړه کي له افغانستان سره د نړيوال ملاتړ نښانه ده.»

دا چي ولي ډيري آلمانان له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د وتلو غوښتنه کوي ، سپنتا چي ډير کلونه يي په آلمان کي تير کړي دي او د دغه هيواد د ګروينن يا د شنو د ګوند او د سولي د غورځنګ غړي ؤ، تفاهم لري. هغه وايي: «دا د آلمان د ښه توب استازيتوب کوي چي د دغه هيواد د جګړي ضد خلک د دي مخالف دي چي له زور څخه دي کار واخيستل شي. خو زمونږ د افغانانو لپاره چي هر ورځ راباندي بريدونه کيږي، له بده مرغه نه شو کولاي شي په خپل زړه تصميم ونيسو چي آيا وجنګيږو که ونه جنګيږو. جګړه پر مونږ تپل شوي ده.»

د سپنتا له نظره په دغي جګړه کي له جګړه مارانو، قاچاقبرانو او مافيايي داړه مارانو څخه نيولي تر دولتي تأسيساتو پوري ښکيل دي. خو د افغان ولسمشر دغه امينتي مشاور په خپل هيواد کي د بغاوت دوام او قوت ملامتيا د دي پر ځاي چي تر يوي اندازي د خپل حکومت په ناتواني او نيمګړتياو واچوي، هغه له نړيوال تروريزم څخه د پاکستان ملاتړ ته ګوته نيسي.

د سپنا له نظره که څه هم سړي بايد هڅه وکړي چي د هغو ياغيانو لپاره چي غواړي د سولي له بهير سره يو ځاي شي، دراوزه پرانيځي، خو هغه وايي چي افغانستان کي هغه وخت رښتيني سوله ټينګداي شي چي په ګاونډي هيواد کي ترهګرو ته د ځاي ورکولو او ملاتړ مخه ونيوله شي.

«هغه بلا چي د هغوي يعني ( پاکستانيانو) له خوا جوړه شوي، د دغي بلا يوه برخه اوس خپله پاکستان باندي حمله کوي. پاکستان اوس زمونږ په څير له تروريزم څخه رنځ وړي.»

د دي لپاره چي دغه حالت ته بدلون ورکړاي شي، دادفر سپنتا غوښتنه کوي چي لويديځ بايد د پاکستان په وړاندي د«زغم سياست» ته خاتمه ورکړي او په دي برخه کي يو بشپړه ستراتيژي جوړه کړاي شي.

سپنتا وايي چي وروسته له 2014 کال څخه، کله چي ناتو خپل جنګي سرتيري وباسي او مسووليت افغان امينتي ځواکونو ته ليږدوي، د افغانستان د خاروي په دننه او بهر کي د تروريزم ضد مبارزه بياهم د افغانستان او نړيوالي ټولني د يوي ګډي دندي په توګه پاتي کيږي.

هغه وویل: «زه فکر کوم چي دا به ساده توب وي چي سړي وووايي « ځه نو ! اوس مونږ بيرته وځو کار مو په بشپړه توګه تمام شوي دي. دا خطر شته چي دا سي يو تصميم سخت تاوان رامنځ ته کړي.»

سپنا چي د سياسي علومو تحصيل کړي دي په عين وخت کي اعتراف کوي چي د ده په هيواد کي لا تر اوسه د ديموکراسي بنسټونه مضبوط شوي نه دي، هغه څه چي د دي هيواد ثبات ته يو سخت ګواښ ګنل کيږي. هغه وايي چي د حکومت په دننه کي ځيني کسان شته چي ديموکراسي، آزادي او ټولنيز عدالت نه غواړي. په همدي وجه هغه له افغانستان څخه د نړيوالو متحدينو د وتلو څخه وروسته د راتلونکي په هکله ډير زيات خوشبين نه ښکاري.

هغه په خپلی مرکی وویل:«کله چي مونږ د ۱۴ کلونو په موده کي ونه توانيږو چي لږه تر لږه يو با ثباته، کارورکونکي حکومت جوړ کړو، نو مونږ بايد خپل ځان خپله ملامت کړو.»

زابينه ماتي/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر