سپينه روسيه: د امريکا سفيره دي د مينسک څخه ووزي
۱۳۸۶ اسفند ۱۸, شنبهاعلان
د امريکا متحده ايالاتو پر دې غوښتنه باندي سخت احتجاج کړی، سپيني ماڼۍ ويلي: ددغه ګام په اخستلو سره سپينه روسيه ځان تر بل هر وخت لا ډير د اروپا او د نړۍ د نوري برخي څخه ليري کوي. د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند Tom Casey تايد کړه، چي سفيره Stewart به په مينسک کي پر خپلي چوکۍ پاته سي او د حالاتو د پر مختګ څارنه به وکړي. سپيني روسيې تر دې دمخه خپل سفير د واشنګټن څخه ور غوښتی و. د سپيني روسيې حکومتي مشران ددې کار دليل هغه سخت بنديزونه بولي، چي د امريکا د متحده ايالتونو د سپيني روسيې پر دولتي ستر شرکت کانسرن Belneftechim باندي لګولي دي. امرکا د تير مېلادي کال په پای کي په سپينه روسيه کي د بشر د حقوقو وضيعت او دهغه هیواد جمهوررييس الکساندر لوکاشينکو ته په ګوته نيولو سره، د Petrochemie-Konzerns بهرني بانکي حسابونه په ټپه و درول.