1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپينه ماڼۍ د پيتريوس مشورې ته سترگي په لاره ده

۱۳۹۰ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

د اوباما اداره پر دې باندي غور کوي چي د افغانستان څخه د 30000 اضافي سرتيرو د را ايستلو له پاره پلان جوړ کړي. دغه سرتيري به د 12 څخه تر18 مياشتو په موده کي را وايستل سي.

https://p.dw.com/p/11Zz1
په پلان کي ده چي اوباما به د رواني مياشتي په وروستيو کي د افغانستان په اړه خپل پلان اعلان کړي
په پلان کي ده چي اوباما به د رواني مياشتي په وروستيو کي د افغانستان په اړه خپل پلان اعلان کړيانځور: AP

خو د اوباما اداره د افغانستان څخه د سرتيرو د ايستلو له پاره د پوځي قوماندانانو صلاح مشورو ته سترګي په لار ده.

په پاکستان کي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو شپږ اوني وروسته او په داخل کي د اقتصادي فشار په ډيريدو سره، په واشنګټن کي د دي ملاتړ اوس ډير سوي چي د افغانستان څخه دي په لوي شمير سرتيري را و ايستل سي.

د زور زياتي پيښو د زياتوالي سره سره امريکايي قوماندان وايي چي طالب اورپکي يي په شاه تمبولي دي. سپينه ماڼۍ په افغانستان کي د امريکايي پوځونو قوماندان جنرال ډيويډ پيټرياس ته سترګي په لار ده.

که چيري اباما د پوځي قوماندانانو د غوښتنو هر کلی وکړي، په دې سره به د افغانستان څخه د امريکايي قواوو د وتلو له پاره لاره هواره سي او پوځي قوماندانانو ته به اجازه ورکړل سي چي څه وخت او په کوم چوکاټ کي خپل سرتيري هيواد ته واستوي.

لکه څنګه چي دا کار اوباما د عراق څخه د خپلو پوځونو د را ايستو پر مهال کړی وو.

پخواني قوماندانان او چارواکي وايي چي د امريکا متحده ايالاتو د 2009 م کال د جګړې ستراتيژي ته په کتو سره به بارک اوباما د افغانستان څخه د 30000 اضافي عسکرو د را ايستلو له پاره اوږد مهاله پلان ويش اعلان کړي.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرټ ګيټس په شمول پوځي قوماندانانو خبرداری ورکړی چي، د سرتيرو په ډير شمېر ايستل به د جګړې په ډګر کي د تيرو لسو کلونو لاس ته راوړني د خاورو سره خاوري کړي.

پينټاګون دغه لاس ته راوړني افغانستان ته، د اوباما، د 30000 اضافي عسکرو ليږل بولي.

د افغانستان کمپاين اوس په يوه څلورلاري کي ولاړ دی، د 2001 م کال د سپتمبر د 11 پيښو څخه وروسته پر دغه جګړه کابو يوه لسيزه وخت تيريږي، طالبان د ستراتيژيکو سيمو څخه د افغانستان د جنوب په لور شړل سوي، خو ياغيان د ټول هيواد په کچه خواره دي، او پوله ته څيرمه د زور زياتي په پيښو کي زياتوالی راغلی. د حامد کرزي دولت تر اوسه کمزوری دی او په خطرناکه کچه په اختلاس ککړ دی.

د دغي پلان له مخي پوځي قوماندانان به تصميم ونيسي چي څومره سرتيري له افغانستان څخه را وباسي، تر څو د جګړې په ډګر کي لاس ته راوړني ضايع نه سي.

دغه جګړه د امريکا متحده ايالاتو ته د کاله په 110 ملياردو ډالرو تماميږي. په اسلام آباد کي د کړکيچ نړيوال سازمان د ختځي آسيا يوه څيړونکي ثمينه احمد وايي چي د پوځونو په تدريجي ډول را ويستل به د روغي جوړي د پروسي سره هم مرسته وکړي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل