1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپينه ماڼۍ: شل زره افغان همکارانو د پناه غوښتنه کړې

۱۴۰۰ تیر ۲۵, جمعه

سپينې ماڼۍ ويلي دي چې شاوخوا شل زره افغان همکارانو چې د افغانستان په جګړه کې يې له دوی سره کار کاوه، اوس د طالبانو له ویرې په امریکا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3wYdV
USA White House Press Secretary Jen Psaki PK
انځور: Drew Angerer/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د سپينې ماڼۍ وياندې، جان ساکي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه خبريالانو ته وويل: «شاوخوا ۲۰ زره افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.»

میرمن ساکي زياته کړه چې دا ټول د امريکا د پوځ پخواني ژباړنکي او يا د نورو هغو بنسټونو کارمندان دي چې طالبانو له خوا په نښه شوي دي.

هغې زياته کړه چې امریکا متحده ایالات همدارنګه د دغو افرادو د کورنيو د درخواستونو په اړه هم غور کوي، خو وې نه ويل چې هر شخص د خپلې کورنۍ د څه شمیر غړو د راوستلو اجازه ولري.

د ځینو اټکلونو له مخې په مجموعي کې شاوخوا ۱۰۰ زرو افغانان غواړي چې خپل هیواد پريږدي.

چارواکو ويلي دي چې د سیمزو همکارانو د انتقال پروسه به همدار روانه مياشت پيل شي. په دغې پروسه کې هغه افغانان او عراقي ژباړونکي شامل دي چې تر دې وړاندې يې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د مهاجرت د ځانګړي پروګرام (SIV) د ويزې فورمې ډکې کړي دي.

میرمن ساکي وويل هغه کسان چې امنيتي مراحل يې پاې ته رسيدلي دي، د امريکا متحده ايالاتو په يوه اډه کې به په موقتي توګه هستوګن شي.

Afghanistan | Bildergalerie | Truppenabzug
د ځینو اټکلونو له مخې په مجموعي کې شاوخوا ۱۰۰ زرو افغانان غواړي چې خپل هیواد پريږدي - آرشیفانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

هغې زیاته کړه هغه افراد چې لا هم د امنيتي مراحلو سرته رسولو ته اړتیا لري، په لومړي قدم کې به په بهر کې د امريکا متحده ایالتو اړوند يوې ادارې او یا یوه دریم هیواد ته واستول شي، «تر څو هلته د ويزو د مراحلو د تیریدو تر وخته په ډاډمن ځای کې هستوګن وي.»

په عین وخت کې دوو لوړ پوړو سناتورانو له ولسمشر جو بايدن څخه غوښتي چې د دغو افرادو د انتقال پروسه چټکه کړي او په ضمن کې د دې ډاډ ترلاسه کړي چې په دغې پروسه کې هغه افغانان هم شامل دي چې د امريکا له اطلاعاتو څانګې سره يې کار کړی دی.

د سنا د اطلاعاتو څانګې مشر مارک وارنر او د هغه سلاکار مارکو روبيو بایدن ته په یوه استولي لیک کې ليکلي دي: «د دوو لسیزو په جریان کې په زرونو افغانانو د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو غړو هیوادونو له اطلاعاتو برخو سره کار کړی تر څو د القاعده، حقاني شبکې، داعش او نورو تروریستي ډلو سره مبارزه وکړي.»

دوی بایدن ته د خپلو افغان همکارانو په اړه لیکلي دي: «د هغوی هڅو د القاعدې شبکې په لمنځه وړلو او پر امریکا باندې د هغوی د حملو په له منځه وړو کې مرسته کړې ده.»

دوی زیاته کړې چې دغو افغانانو په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو او د هغه د متحدانو له اطلاعاتي ټولنې څخه مهم ملاتړ کړی دی، او پریښودل به يې د امریکا متحده ایالتو له پاره یو ناوړه پيغام ولري: د هغوی پريښودل به «زموږ پر ملي ضمیر یو داغ وي.»