1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپيني ماڼۍ او مصر د قبطي مسیحانو وژل غندلي دي

afp,Ap۱۳۹۳ بهمن ۲۷, دوشنبه

مصر او امریکا متحدو ایالاتو په ليبیا کې د قبطي مسیحانو وژل غندلي دي. د افراطي ډلي «اسلامي دولت» یوې ډلي د دغو وژنو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. د مصر ولسمشر السیسي د یوه «مناسب» جزایي اقدام گواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1EcEQ
انځور: Reuters/ G. Cameron

د امریکا متحده ایالاتو ادارې په لیبیا کې د ۲۱ تنو قبطي مسیحانو وژل «د سپکتیا وړ او بې همته قتل» په توگه عنوان کړی دی او دغه عمل یې غندلی دی. د دغو وژنو مسئولیت یوې وسله والي لیبیایي ډلي چې افراطي ډلي «اسلامي دولت» ته یې بیعت کړی دی، منلی دی.

د سپیني ماڼۍ ویاند جوش ایرنیست د یکشنبې په ورځ ویلي دي: «د بې گناه خلکو دغه وژنه او په سينا نيمه ټاپو کي د مصري عسکرو قتل له داعش سره د یو ځای شوو ترهگرو له خوا د سیمې له خلکو سره د وروستیو شریرو پیښو څخه یوه ده.» هغه زياته کړې ده، دغه اعمال د داعش چې نوی نوم یې «اسلامي دولت» دی پر ضد نړیواله ټولنه لا سره یو کوي.

د سپیني ماڼۍ ویاند ويلي دي، چې په ليبیا کې روان کړکیچ یوه سوله ییز حل ته اړتیا لري: «دغه خورا بد عمل یووار بیا د ليبیا کړکېچ د سوله ییز حل کیدو پر اړتیا باندي ټینگار کوي. د دغه کړکیچ ادامه به یوازي د داعش په شمول د ترهگرو ډلو په گټه وي.»

د مصر جمهور رئيس عبدالفتاح السیسي د یکشنبې په ورځ ولس ته په یوه تلویزوني وینا کې ویلي دي چې «مصر دا حق لري چې قاتلانو ته د جزا ورکولو له پاره غبرگون وښيي.» په عین وخت کې هغه د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او همداشان د پوځي قوماندانانو یوه غونډه رابللې ده.

په ليبيا کي د يوې وسله والي ډلي له خوا چې له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره تړاو لري د قبطي مسیحانو د وژلو ویډیو په ټولینزو رسنیو کې خپره کړې ده. د دغي ویډیو تر خپرښت وروسته د مصر ولسمشر په خپل هیواد کې د اووه ورځني ویر اعلان کړی دی.

د قبطي مسیحانو له کلیسا څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دوی په دې «ډاډمن» دي چې قاتلان به د قانون منگلو ته وسپارل شي. په دغه بیانیه کې د دې تصدیق هم شوی دی چې وژل شوي کسان مصري قبطي مسیحان دي.

د مصر په پلازمینه قاهره کې د الازهر پوهنتون له خوا په خپره شوې بیانیه کې دغه وژني «بربريت» بلل شوی او هغه یې محکوم کړي دي.

له فرانسې سره پوځي معامله

د فرانسې حکومت د هغه تړون لاسلیکولو ته چمتووالی نیسي چې له مخي به يې پر مصر باندي پرمختلی رافال نومي جنگي جېټ الوتکي وپلورل شي. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په ليبیا کې د داعش لمن د پراخیدو په هکله اندېښنه ښوولې ده.

مصر دې انديښنو چې په گاونډي هیواد ليبیا کې کړکېچ ښایي دغه هیواد ته وغځیږي، دې ته اړ کړی دی چې خپل پوځي تجهیزات عصري کړي.

اولاند ویلي دي چې مصر به د دوشنبې په ورځ په قاهره کې په پلان شوي تړون کې د ۲۴ رفا الوتکو، یوه سمندري بیړۍ او د هغې اړونده تجهزاتو فرمایش ورکړي. د دغه تړون ارزښت پنځه ميليارده یورو ته رسیږي.

همداشان په لېبیا کې د ملگرو ملتونو دفتر دغه وژل غندلي دي.