1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپي کولای شي چې سرطان تشخیص کړي

۱۳۹۶ تیر ۸, پنجشنبه

دا معلومه ده چې سپیان کولای شي د بوی کولو له لارې نشيي توکي، پیسې او ان چاودونکي توکي وموندي. اوس رسنۍ او څیړونکي د سپیو د دې تازه وړتیا په هکله چې سرطان تشخیصوي، ډیر خوښ دي.

https://p.dw.com/p/2fclL
Deutschland Klinikum Darmstadt | Hund, der Krebs erschnüffeln soll
انځور: Klinikum Darmstadt

د بیلګې په توګه په ۲۰۱۶م کال کې فلمي ستورې شینن ډوهرتي ادعا کړې وه چې له دې څخه مخکې چې ډاکټران هغې ته د سینې د سرطان په هکله خبر ورکړي، د هغې سپې لا له وړاندې نه دا مرض تشخیص کړی وو. اوس ګڼ شمیر کسان دا ادعا کوي چې د سرطان مرض په هکله تر خبریدو دمخه، د دوی د سپیو رویه بدله شوې او د دوی سپیو هڅه کوله چې په بدن کې د سرطان په ناروغۍ اخته برخه په پنجه ووهي. دوی وايي چې بیا وروسته دوی ته معلومه شوه چې دوی سرطان لري.

په دې هکله، ځینو څیړنو د دې خبرې تایید کړی چې سپیان کولای شي چې د سینې، سږو او پروستات سرطان معلوم کړي. په ۲۰۰۶م کال کې امریکايي ساینسپوهانو ویلي وو چې د سږو د سرطان د معلومولو په هکله د سپیو تشخیص ۹۹ سلنه بریالی وو. خو بل لوري ته بیا نیوکه کوونکي وايي چې د یو ناروغ له ژوند سره باید په دې توګه لوبې ونشي ځکه سپیان تر دې اندازې پورې د اعتماد وړ نه دي.

په ۱۹۸۹م کال کې ساینسپوهانو دا وړاندیز کړی وو چې د سپیو د بوی کولو حس ډیریږي او دا امکان لري چې له دوی څخه د سرطان د حجرو د معلوملو له پاره کار واخیستل شي. دوی وايي چې سپیان کولای شي چې د سرطان له امله په بدن کې رامنځته شوی غیرعادي مرکبات تشخیص کړي او د دې وړتیا لري چې د سرطاني تنفسات، ادرار او د انسان په جلد کې سرطاني حجري د بوی له لارې پیدا کړي.

د آلمان د بن په پوهنتون کې د ګازونو د اخراج د معلومولو د څیړنې په برخه کې پروفیسور پیټر بویکر په دې هکله وايي چې «موږ لا تراوسه په دې نه پوهیږو چې هغه څه دي چې د سپي په رویه کې بدلون رامنځته کوي.» ساینسپوهان لا پردې نه دي توانیدلي چې د سپیانو د بوی پر حس باندې کوم شیان ډیر اغیز کوي؟ د ساینسپوهانو په آند، د سرطان د ناروغۍ ډیر اړخونه ښايي د سپیو پر بوی باندې اغیز وکړي چې کله دغه اړخونه لاسونه سره یو کړي نو یو خاص بوی پیدا کوي او سپیان کولای شي چې دغه بوی وپیژني.

د بریتانیا د روغتیا د ملي خدمتونو ادارې په دې هکله د یوه پروګرام د پیل کولو اعلان کړی. د دې پروګرام د یوې څیړنې پایلې ښيي چې سپیان د سرطان د ناروغۍ د ۹۳ پیښو په تشخیص توانیدلي دي.

بل لوري ته بیا انتقاد کوونکي وايي چې په روغتونونو کې د سپیو په واسطه د سرطان تشخیص یو ستونزمن کار دی. دوی وايي چې له یوه اړخه سپیانو ته باید په دې هکله ډیره روزنه ورکړل شي چې پر دې کار باندې ډیر وخت او پیسې مصرفیږي او له بل اړخه د نړۍ ټولو روغتونونو ته د دې ډول سپیو ورکول یو ډیر ناممکن کار دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.02.2014):