1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپیني ماڼۍ تر اوسه د افغانستان د نوی ستراتيژي په هکله آخرني پریکړه نده کړي

۱۳۸۸ آبان ۱۹, سه‌شنبه

د آژانس فرانس پرس په قول، سپيني ماڼۍ هغه آوازي رد کړي چی ويل شوي و، د امریکي متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما به دا پریکړه کړي چي افغانستان ته دي نور نوي پوځي ځواکونه واستوی.

https://p.dw.com/p/KT37
په واشنګتن کې سپینه ماڼۍ
په واشنګتن کې سپینه ماڼۍانځور: AP

څنګه چی دامریکی ملي امنیتی چارو سلاکار جيمز جون ويلی، دغه خبره چی اوباما افغانستان ته د زياتو عسکرو د لیږلو په اړه کومه نوي پریکړه کړی وي يوه غلطه آوازه ده.

دامریکی دمتحده ایالتونو دملي امنیتی چارو سلاکار متقاعد جنرال جونز وايي داچي بارک اوباما به دافغانستان ديوي نوی ستراتيزي په هکله کومه آخرني پریکړه کړی وی، تر اوسه دخپل امنيتي سلاکارانو سره په دی هکله هيڅ ډول خبري ندی کړی . اوکه کوم خبر په دی هکله خپور شوی وي هغه به يوه آوازه وی چی حقیقت نلری.

مخکی له دی ځینی بازاري ورځپاڼو ديو شمير هغه کسانو دخولی څخه چی دخپل نامه داخيستلو څخه يی ډډه کړی وه داسی خبرونه خپاره کړی و چي ګواکی اوباما غواړی د ۳۰۰۰ څخه زیات نور عسکر هم افغانستان ته واستوی او بيا د CBS د تلوزیون په يوه خبر کی د دوشنبي په ورځ داهم ويل شوی و چی ولسمشر اوباما دا پریکړه هم کړی چی په موقتی ډول سره افغانستان ته تر ۴۰۰۰۰ پوري نور عسکر هم واستوی.

په رپوټ کی داسی ويل شوی دی چی ښايي تر دريو لواو پوری نوی عسکر افغانستان ته و استول شی چی په دغه ډله کی به هم هغه عسکر شامل وی چي پوځي مقاومت پیاوړی کړي اوهم هغه واحدونه چي دافغانستان دپوځی اوامنیتي ځواکونو دروزني دنده په غاړه واخلی. پوځی مامورين وايی چی دمقاومت دری نوی لواوي به په دی وتوانیږی چي په سیمه کی دسولي او ثبات دساتنی په برخه کی خپله ونده تر سره کړی . په دغه ډله کی به د نيویارک دلسمی فرقي دغرنيو ځواکونو واحدونه هم شامل وی.

دمخه داسی په نظر کی و چی دغه واحدونه به عراق ته واستول شی ، خو وروسته بيا وويل شول چی دوي دبل ځاي دپاره په پلان کي نیول شوی . په هره پوځی لوا کي له ۳۵۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پوري عسکر دی او سمندري لواوی تر ۸۰۰۰ پوري عسکر لري .

دولسمشر اوباما دپریکړی په هکله آوازي په دي موضوع پوری نه څرخيږی چی دي به افغانستان ته نه نوی عسکر واستوی او که نه بلکی خبره داده چی دی به تر کومه حده پوري په افغانستان کی دناتو او دامریکايی ځواکونو دستر قوماندان ميک کريستال دی غوښتنی ته چي افغانستان ته دي تر ۴۰۰۰ پوری نوی عسکر واستول شی، ومنی.

داسی ويل کیږی چي ښايی اوباما دی پريکړی ته رسیدلی وی چي افغانستان ته دی نور عسکر بايد واستول شوی خو د اچي څومره نورعسکر به واستول شی ، په دي اړه آخرنی پریکړه نده شوی . څنګه چی دامریکی دمتحده ایالتونو لوي درستيز جنرال جورج کیسي دتيری یک شنبي په ورځ ويلی وو، دی غواړی چی بايد په افغانستان کی دجنرال ميک کريستال غوښتنی ته ځواب ورکړ شی او دغه هیوا دته دی ډير ژر زيات پوځی ځواکونه واستول شی تر څو چی هم په دغه سیمه کي دطالبانو دعملیاتو دپراخيدو مخنوي شوی او هم دافغانستان دپوځی او امنیتی ځواکونو دروزنی په لاره کی ګړندی ګامونه واخيستل شی.

ځیني پوځی کار پوهانو په دی هکله خپله انديښنه ښودلی چی ولي اوباما ددو میاشتو په اوږدو کی لا تراوسه هم افغانستان ته دزياتو عسکرو دلیږلو په هکله دجنرال ميک کریستال غوښتنی ته مثبت ځواب ندی ویلاي. خو دسپیني ماڼۍ ویاند روبرت ګیبس ويلي چی اوباما به آسیايی هیوادونو ته دخپل سفر نه دبيرته راستنيدلونه ور وسته په دی هکله پریکړه وکړی چی افغانستان ته نور عسکر واستوی او که يی واستوی نو څومره نور عسکر به هلته واستول شی.

ضياالحق فضلی

کتونکی: يحیی وردک