1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«سپین زهر»، افغانان زیاته مالګه کاروي

۱۳۹۸ بهمن ۴, جمعه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د افغانانو د مالګې اوسط استعمال د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري تر توصیه شوي حد ډیر زیات دی. د زیاتې مالګې استمعال کیدای شي په هر سن کې د وینې د فشار د لوړیدو لامل شي.

https://p.dw.com/p/3WlY3
Salz
انځور: Colourbox

له وچې ډوډۍ څخه نیولی تر بیلا بیل ډول خوړو پورې مالګه د افغانستان د خوړو نه بیلیدونکي برخه ده. ځینې افغانان آن ځینې میوې لکه هندوانه هم له مالګې سره خوري.

خو دغه معدني ماده چې په افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونو کې د خوړو د خوند معیار یادیږي او د انسان بدن یې یوې مناسبې اندازې ته اړتیا لري خپل ضررونه هم لري. تر دې حده چې په وروستیو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هغه د «سپینو زهرو» په نامه یاده کړه. هغه وویل: «له بده مرغه موږ هره ورځ له دغو سپینو زهرو په ډیره زیاته اندازه استفاده کوو، په داسې حال کې چې کولی شو کمه یې کړو.»

د روغتیا د نړیوال سازمان د ستندردونو له مخې، هره ورځ د مالګې د مصرف له پاره ټاکل شوي ټیټ حد دوه ګرامه او زیات مقدار یې پنځه ګرامه دی. خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په افغانستان کې د مالګې څخه د استفادې متوسط ورځنی مقدار ۱۲ ګرامه ته رسیږي.

په کابل کې د سوء تغذي متخصص ډاکټر قدرت الله مبارک، سپارښتنه کوي چې بهتره ده خلک د ورځې له درو څخه تر شپږ ګرامه مالګه وکاروي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ورځ کې له پنځه ګرامه څخه د زیاتې مالګې استعمال د زړه او عروقي ناروغیو د خطر د زیاتیدو سبب ګڼي. 

ډاکټر قدرت الله مبارک له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د هغو کسانو له پاره چې ډیره مالګه کاروي د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو خطر د هغو کسانو په پرتله ډیر دی چې لږه مالګه کاروي.»

د زیاتې مالګې استعمال د ویني د فشار د لوړیدو یو سبب هم ګڼل کیږي. د روغتیاپالو په وینا د زیاتې مالګې استعمال نه یوازې د فشار د لوړیدو، د مغزي سکتې او چاغۍ سبب ګرځیدی شي، بلکې په ځینو نورو ناروغیو د اخته کیدو خطر هم زیاتوي.

په افغانستان کې د خوړو د پخولو پر مهال له مالګې ډیره استفاده کیږي. د ډاکټر قدرت په خبره بهتره ده چې د اخلي پخلي پر مهال هم له مناسب مقدار مالګې څخه استفاده وشي. هغه د مالګې د مصرف د کمیدو د یوې بیلګې په توګه وایي چې «غوره ده نمکدانۍ د دسترخوان پر سر نه وي.»

خو له مالګې څخه منظور یوازې هغه مالګه نه ده چې د آشپزۍ یا د غذا د خوړو پر مهال کارول کیږي. د شیدو په شمول، هګۍ او غوښه هم مالګه لري. په ځانګړي ډول په پروسس شوو او تیارو خوړو کې د مالګې مقدار ډیر لوړ وي. پر دې سربیره باید له هغه یو شمیر خوړو سره هم احتیاط وشي چې ډیره مالګه لري، خو د بورې په څیر د نورو موادو د درلودلو له کبله مالګین نه ښکاري.

له همدې کبله ډاکټر قدرت وایي چې «له فاسټ فوډ څخه دوامداره استفاده د وزن د زیاتیدو سبب کیږي، بهتره ده چې د فاسټ فوډ له خوړو څخه د امکان تر حده ډډه وشي.»
بې مالګې خواړه، بې خونده نه دي

کم یا نه مالګه لرونکي خواړه د ډیری کسانو له پاره بې خونده وي، ځکه چې له ډیرې مالګې سره یې عادت کړی وي. د روغتیا نړیوال سازمان په خپلو سپارښتنو کې لیکلي دي چې دغه ستونزه په عادت پورې تړلې ده او کله چې یو کس د څه مودې له پاره کم مالګه لرونکي خواړه تجربه کړي، بیا ترې لذت اخلي.

ډاکټر قدرت الله مبارک په افغانستان کې د مالګې د کم مصرف په اړه پوهاوی اغیزمن بولي. هغه وایي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت باید په دې هکله د زیاتې مالګې د خوړو د ضررونو او خطرونو په هکله خلکو ته پوهاوی ورکړي او خلک هم حد اقل باید د دسترخوان سر ته د نمکدانۍ په نه راوړلو سره د ډیرې مالګې د استعمالیدو مخه ونیسي.

17.10.2014 DW Doku Salz

زموږ له آرشیف څخه: