1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږنی اختر په سوله ایزه فضا کې تر سره شو

۱۳۹۰ شهریور ۱۱, جمعه

د کندهار اوسیدونکو له امنيتي چارواکو څخه غوښتي چې د کندهار امنيتي وضيعت ته تل داسي پاملرنه وکړي چې کندهاريان نه يواځي اخترونه بلکې هرمهال خپلې ورځنۍ چارې د امنيت تر سيوري لاندي پر مخ بوځي.

https://p.dw.com/p/12Rrq
آرشیف: ځینو طالبانو له زور زیاتیو لاس واخیست
آرشیف: ځینو طالبانو له زور زیاتیو لاس واخیستانځور: DW

د کندهار ښار يو تن اوسيدونکى چې تازه د، بابا صاحب، د زيارت له مېلوڅخه راستون سوى دى همدغه خبره کوي او وايي چې سږنى اخترد خوشحاليو ډک اخترؤ.
 
د کندهار ښار د شپږمي ناحيې اوسيدونکى، محمد عمر وایي: « سږ کال اختر د نورو کلنو د اخترونو په پرتله ښه تيرسو. هم د امنيتي لحاظه اوهم دهوادلحاظه.
 
په اخترکې په دغه خپل کندهارکې وګرځېدولو، د خپلوانو او مشرانو کره ولاړو، په کندهارښارکي مو مېله ځايونه وليدل. د چارواکو څخه مو غوښتنه ده لکه دغه اخترچي په امنيت کي تيرسو، نه یواځې راتلونکي اخترونه بلکه ګرد سره د کندهار ټوله اوضاع بايد په امنيت کې وي.»
   
نذيراحمد د کندهار ښار د څلورمې ناحيې يوبل ځوان دى چي دکوچني اختر درې واړه ورځي يې په مېلواومجلسونوتيري کړي، دى وايي چي په دې اخترکي په ډاډه زړه د خپلوانو کورونو او د يارانو مجلسونو ته تللى او ډېر ساعت يې تيرسوى دى.

« بس نو دغه ښه ؤ چي د خپلو قريبانو او دوستانو کره په امنيت کي ولاړو، په نژدي شاوخوا مېله ځايونو او بابا صاحب زيارت کي ګرځېدلي يو، ډېر خوشحاله يو.»
 
نقيب احمد د کندهار ښار يوبل مېله وال او٢٠کلن ځوان دى، د ده په وینا دغه کوچنى اختر د تيرو نورو کلنو د اخترونو په پرتله خورا نيکمرغه ؤ.

نوموړى وايي داخترترمخه امنيتي وضعيت ترينګلى ؤ لاکن داچي د اختر ورځي په ښه امنيتي فضاء کي تيرې سوي، نو خورا خوشحال دى او تل د داسي امنيتي وضعيت هيله کوي.
 
د کندهارد امنيت امر سمونوال، شيرشاه يوسفزى، د کندهاريانو د امنيتي غوښتنو په ځواب کي وايي چي اوسمهال د دوي له خوا د ټولو امنيتي څانګو په همکارۍ يو منظم پلان جوړسوى چي د کندهار امنيت لا ښه خوندي اوکندهاريان په ارامه فضاء کي نه يواځې د اخترونو او نورې دخوښۍ ورځي بلکې ورځنى ژوند په ښه ارامه فضاء کې تېرکړي. هغه وایي:
 
« د امنيت په اړه به درته ووايم چې د ملي اردو، ملي پوليسو، سرحدي ځواکونو، عامه نظم او د ملي امنيت بشپړ ګډ امنیتي پلان جوړسوى دى. زه کندهاريانوته ډاډ ورکوم چې په راتلونکي کي به هيڅ امنيتي ستونزه نه وي.»

همدارراز د، دویچه ویله المان غږ رادیو، د افغانستان څانګي د کوچني اختر په مناسبت خپلې ټولې خپرونی دغې ورځې ته ځانګړي کړي وي. او  له خپلو اوریدونکو سره یې په ګډه دغه ورځې په تفریحو پروګرامونو سره  ولمانځلې.

د اختر په دغو شپو ورځو کې د المان غږ رادیو د افغانستان د وتلو سندرغاړو سره لنډه خبري اتري او مرکې وشوې او مینه والو ته وړاندې شوې.

په دغه هنرمندانو کې، پرستو مهریار، نجیب حق پرست، داود سرخوش، میرمن پریسا مرسل، ولید اعتمادي، طاهر شوقي، جواد تابش او استاد یار محمد شامل ؤ.

دویچه ویله/ ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: سید ریاض