1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږکال۱۷۰ زره مهاجر په کښتيو کې اروپا ته رسېدلي

۱۳۹۶ آذر ۲۹, چهارشنبه

د هغو مهاجرو شمیر لږ شوی چې د کښتيو له لاري يې ځانونه اروپا ته رسولي دي. ملګرو ملتونو ويلي دي چې د روان کال له پیله د دسمبر میاشتي تر نیمايې پورې ۱۶۸ زرو مهاجرو د مدیترانې سمندر له لارې ځانونه اروپا ته رسولي دي.

https://p.dw.com/p/2peMn
Türkische Küstenwache rettet 68 Geflüchtete aus dem Mittelmeer
انځور: picture alliance/abaca/C. Oksuz

ملګرو ملتونو په خپل نوي رپوټ کې ویلي دي چې د تیرکال په پرتله سږکال په مدیترانې سمندر کې د مهاجرو لېږدونکو کښتيو سفرونه کم شوي دي. دغه سازمان په ژنیف کې د خپل رپوټ وړاندي کولو په ترڅ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۷م کال کې شاوخوا ۱۷۰ زرو مهاجرو د کښتيو په وسیله اروپا ته ځانونه رسولي دي.

د دغه رپوټ په یوه برخه کې یادونه شوې ده چې د روان کال له جنورۍ څخه د دسمبر تر نیمایې پوري۱۶۷زره مهاجرو ځانونه د مدیترانې د اوبو له لاري اروپا ته رسولي دي. د نوموړي سازمان ارقام ښیې چې د مدیترانې په اوبو کې د قربانیانو شمیر هم د تیرکال په پرتله کم شوی دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې په تیرو۱۱ نیمو میاشتو کې ۳۱۱۵پناغوښتونکو اروپا ته د سفر په مسیر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې ډیري يې د سمندر په اوبو کې د ډوبیدو له امله له دې برخلیک سره مخامخ شوي دي. د قربانیانو شمیر د تیرکال په همدې موده کې ۴۹۶۲ تنو ته ورسیدلی وو.

په ټوله کې په روان ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۱۱۸ زره مهاجر ایټالیا ته رسیدلي چې دا د ټولو هغو پناغوښتونکو۷۰ سلنه برخه ده چې د سمندر له لارې اورپا ته رسیدلي دي.

ډير هغه مهاجر چې د ایټالیا پر لور ځي د افریقایې هیوادونو اتباع دي. د مهاجرت نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ نورو مهاجرو ځانونه یونان، قبرس او اسپانيا ته رسولي دي.

dpa,epd(S.N/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: