1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سږکال تر زرو زيات سرتيري وژل سوي دي»

محمد اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، سره له دې چې افغان ملي اردو په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د پام وړ لاسته راوړني لري، خو په کافي اندازه د تجهیزاتو او هوايي ځواک نشتوالی لا هم دغه ځواک له سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

https://p.dw.com/p/17BKI
Das afghanische Militär hat seine Luftwaffe mit Hilfe der USA mit Helikoptern aufrüsten können. Die Bilder hat uns unser Korrespondent Hoshang Hashemi am 12.12.2011 geschickt. Alle Rechte gehören der DW.
Afghanistan Militär USAانځور: DW

د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د یکشنبې پر ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۳۰) په کابل کې د لاسته راوړنو او یو شمېر ستونزو په اړه د کلني رپوټ جزیات له خبریالانو سره شریک کړل.

د ښاغلي عظیمي په وینا تراوسه ۱۶ پېرل شوې الوتکې په کابل کې دي چې له دې ډلې یوازي ۵ یې د الوتنې وړتیا لري:

«له تیرو ۴ کلونو راهيسي افغان او امریکايي انجینران د دغو الوتکو د فعالولو تلاښ کوي، خو تراوسه داسي نه دي شوي چې۱۰ الوتکی دې فعاله شوي وي، کله یوه او کله دوې الوتکې فعالي شي چې اوس ۵ الوتکې فعالي دي.»

عظیمي زیاته کړه چې په ۲۰۱۲ عيسوي کال کې د ملي اردو۱۰۵۰ سرتیري وژل شوي دي،  چي د هغوی۹۰ سلنه وژونکي دمګړی له ملي اردو سره بندیان دي.

د نوموړي په وینا په وژل شویو سرتیرو کې ډیری یې هغه دي چې په رخصتیو کې خپلو سیمو ته تللي او بیا له خپلو کورونو دباندي او یا هم د لاري په اوږدو کي د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

ظاهر عظیمي زیاتوي، چې د ملي اردو سرتیرو ته تر ډیره د سړک د غاړي بمي چاودنو له کبله هم مرګ ژوبله وراوړي:

«تیر کال د ملي اردو۸۵ سلنه مرګ ژوبله د سړک د غاړې ماین چاودنو له کبله وه، خو له ماینونو سره د مبارزې په برخه کې د انجینرۍ څانګي سمبالول د ملي دفاع وزارت په لومړېتوبونو کې راځي، ملي اردو په زیاتو استخباراتي مالوماتو کې پر بهرنیانو متکي وي، ځکه نو د ملي اردو څلورم لومړیتوب استخباراتي مسایل دي.»

دی زیاتوي د ۲۰۱۴ کال تر پایه باید افغان ملي اردو د تجهیزاتو او استخباراتي روزني له اړخه پر خپلو پښو ودريږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند زیاتوي د ملي اردو د سرتیرو شمېر۱۹۵ زرو ته رسیدلی دی او د خپل هېواد د ۷۶ سلنه خاوري امنیتي مسئولیت یې پر خپله غاړه اخېستی دی.

دغه راز، ده داهم وویل چې اوسمهال۸۰ سلنه پوځي عملیات د افغان ملي ځواک له خوا ترسره کیږي.