1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږکال کابل د نوروز کوربه وو

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ فروردین ۷, پنجشنبه

د افغانستان جمهوري ریاست، د نو روز د اووم نړیوال جشن کوربه وو. د دغه جشن لمانځلو ته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول. د پاکستان، ایران او تاجیکستان ولسمشرانو په دغو مراسمو کې حضور درلود.

https://p.dw.com/p/1BWfn
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

د کابل له هوایي ډگر څخه تر ارگه پوري ټول سړکونه، چې د نو روز د جشن مېلمانه له همدغې لارې تیریدل د افغانستان په بیرغون سنگار شوي ول او د سړک دواړو غاړو ته پر آسانو سپرو کسانو میلمنو ته هر کلی وایه.

په دغه تړاو په ارگ کې جوړي شوي غونډي ته افغان ولسمشر حامد کرزي په خپله وینا کې وویل چې هیله من دی د نو روز حوزې هیوادونو مسئول کسان به له دغه فرصت څخه د خپلو نظرونو د یو والي له پاره لا ډیره استفاده وکړي: «خوشحاله یم او په دې پوهیږم چې زموږ د هیوادونو مسئولان به له دې موقع څخه د خبرو اترو او په سیمه کې د هم نظرۍ د رامنځ ته کولو له پاره استفاده وکړي.»

د سیمې د څلورو هیوادونو ولسمشرانو وویل چې نو روز یو زوړ دود دی، چې د سیمي له تاریخ او کلتور سره تړاو لري. د هغوی په وینا چې د نو روز پخوانی جشن د هر کال په تیریدو سره تازه کیږي او نوی رنگ اخلي.

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې وړاندي وویل چې د سیمي ښه راتلونکي د نظر یووالي او په همکارۍ کې رانغښتې ده او پرته له همکارۍ به په سیمه کې اوسنۍ ستونزي هواري نه شي. حامد کرزي وویل چې د سیمي هیوادونه له ستونزو څخه چې تروریزم یې په سر کې ځای لري، کړیږي.

د افراطیت پر ځای اعتدال

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سیمي هیوادونه په ځانگړې توگه حکومتونه اعتدال ته راوبلل. روحاني وویل چې د سیمې هیوادونه له افراطیت او بنسټ پالنې څخه کړیږي او باید د افراطیت پر ځای له اعتدال څخه کار واخیستل شي.

د ایران ولسمشر په خپلو خبرو کې وړاندي وویل، لکه څرنگه چې خلک په نو روز کې خپل کورونه پاکوي، دولتونه هم باید له ځانه غبار لیري کړي او د کیني پر ځای د دوستۍ ونې کښېنوي.

حسن روحاني په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د دې امکان شته د نو روز د کلتوري او ولسي پیښو څخه د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ښه والي له پاره استفاده وشي: «موږ کولای شو د یوه بشپړ سیمه ییز اتحاد بنسټ ایښودونکي شو، چې د هغه هدف د ملتونو پراخوالی او پرمختگ وي او په سیمه کې د ژوندانه کیفیت ته ارتقا ورکو.»

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په خپله وینا کې د نو روز جشن د سیمې د هیوادونو د گډ کلتور په توگه یاد کړ او ویې ویل چې دغه هیوادونه په سیمه کې د سولي او ثبات د ټینگښت له پاره تر هر څه زیات د نظر یووالي ته اړتیا لري.

د پاکستان ولسمشر په خپلو خبرو کې وړاندي وویل چې هیواد یې له گاونډیو هیوادونو سره د ښو او نیکو اړیکو لرلو ته ژمن دی. هغه وویل چې هیواد یې په سیمه کې د سولي او نظر د یو والي رامنځ ته کیدو ملاتړ کوي.

کلتوري مراسم

نن د پنجشنبې په ورځ له سهاره د موسیقۍ ډلو په ارگ کې د خپلو هنري فعالیتونو په وړاندي کولو پیل وکړ او ملي اتڼونه نندارې ته وړاندي کړل شول. ځوانانو چې ملي کالې یې اغوستي ول اتڼونه وکړل او د موسیقۍ ډلو د افغانستان د بېلا بېلو سیمو محلي سندري وویلې.

هندوانو په دغه مراسمو کې د چوب بازي، ننداره وړانده کړه او د افغانستان د ملي موسیقۍ انستیتوت یو شمیر دودیزي سندرې لکه «بیا که بریم با مزار» نندارې ته وړاندې کړې.

د نو روز په جشن کې د افغانستان لاسي صنایع او نایابه زراعتي محصولات نندارې ته وړاندي کړل شول او د ولسمشر کرزي مېلمنو د هغه لیدنه وکړه.

که څه هم نو روز ولسي جشن دی، خو په ننني مراسمو کې د عامو خلکو څرک نه وو. په پام کې وه چې دغه جشن په پراخه توگه د پغمان په تپه کې تر سره شي، خو حکومت اعلان وکړ چې دغه جشن په ارگ کې تر سره کوي. ښایي امنیتي وضعیت د دې لامل شوی وي، چې د پغمان تپې پر ځای دغه جشن په ارگ کې ولمانځل شي.