1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږ کال به ډيری افغان کډوال د مجبوريه خپل هيواد ته ستانه سي

۱۳۸۹ تیر ۱۴, دوشنبه

په پاکستان کې به سږ کال د هغو افغان کډوالو شمېر چي،غواړي خپل هېواد ته ستانه سي، د ٢٠٠٩ ميلادي کال په پرتله دوه چنده وي، خو دا يوازي د خپل وطن مينه نه ده، چي دوئ دې کار ته هڅوي.

https://p.dw.com/p/OBB6
٤٤ کلنه زړه جميله بي بي هم دا وېره لري، چې ماشومان به يې له لوږې څخه مري او ډېر ژر به دې ته اړه شي، چې د خپل ژوند په خاطر گدايي ته لاس واچوي
٤٤ کلنه زړه جميله بي بي هم دا وېره لري، چې ماشومان به يې له لوږې څخه مري او ډېر ژر به دې ته اړه شي، چې د خپل ژوند په خاطر گدايي ته لاس واچويانځور: AP

زيات کډوال وايي، چې اوس پاکستاني ماموران او د پاکستان خلک څرگندوي، چې نور نو د افغاني کډوالو هرکلی نه شي کولی، او همواره ورته په هغه هېواد کې گذاره سختوي.

د افغانستان او پاکستان ترکت پولې ته څېرمه د پېښور د شمشتو له کمپ څخه يو مخور مشر دوست محمد وايي، د پاکستان حکومت په لوی لاس سره افغان کډوال ځوروي. موږ بې وزله خلک يو او نه ښايي چې نړيواله ټولنه مو يواځې پرېږدي.

د پاکستان راجستري څانگې د ملگرو ملتونو په مرسته سره په دې توانېدلې دي، چې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې ٢ مليونه افغان مهاجر ثبت کړي
د پاکستان راجستري څانگې د ملگرو ملتونو په مرسته سره په دې توانېدلې دي، چې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې ٢ مليونه افغان مهاجر ثبت کړيانځور: AP

٤٤ کلنه زړه جميله بي بي هم دا وېره لري، چې ماشومان به يې له لوږې څخه مري او ډېر ژر به دې ته اړه شي، چې د خپل ژوند په خاطر گدايي ته لاس واچوي. دا څرگندوي، چې مخکې مې د کوم کور مزدوري کوله. خو اوس سيمه ايزه ادارې نه غواړي افغانانو ته کار ورکړي.

پر افغانستان باندې د ١٩٧٩ ميلادي کال روسي حملې يو زيات شمېر افغانان پاکستان ته په تېښته اړ ايستل، چېرته چې له څه ناڅه ٥ مليونو افغانانو څخه په وړين تندي هرکلی وشو. تر اوسه پورې تر دريو کالو د مخه ٢٤ کمپونه موجود وو، چې افغان کډوال پکې اوسېدل، خو وروسته له هغه چې نړيوالې ټولنې خپلې مرستې پرې بندې کړې، نو پاکستان هم د مهاجرو کمپونه وتړل.

د ملگرو ملتونو له احصايو څخه ښکاري، چې له ٢٠٠٢ ميلادي کال راپدېخوا له ٣،٥ مليونو څخه زيات افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شويدي. سږ کال اټکل کيږي چې ١٣٠٠٠٠ نور به هم د ملگرو ملتونو تر څارنه لاندې په خپله خوښه سره له پاکستان څخه وزي. دا شمېر له تېر کال څخه دوه چنده ډېر دئ.

دا کومه پټه خبره نه ده، چې پاکستان، چا چې د ١٩٥١ کال د کډوالو نړيوال تړون هم نه دئ لاسليک کړی، د زيات وخت د پاره افغان کډوال نه شي زغملی. نوموړی هېواد له افغانستان او د ملگرو ملتونو د کډوالو له لويې کميسارۍ سره يو درې اړخيز تړون لاسليک کړی، د کوم له مخې چې راجستر شوو افغان کډوالو ته د ٢٠١٢ ميلادي کال د دسمبر تر مياشتې پورې د پاتې کېدنې اجازه ورکوي.

Flash-Galerie Pakistan: Flüchtlinge aus Waziristan
انځور: AP

د پاکستان راجستري څانگې د ملگرو ملتونو په مرسته سره په دې توانېدلې دي، چې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې ٢ مليونه افغان مهاجر ثبت کړي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې پاکستان کې هنوز ١،٣ مليونه راجستر افغان کډوال شته. اکثر له دوی څخه په پښتونخوا کې اوسيږي، هغه ځای چې مخکې صوبه سرحد نومېده، خو د پاکستان په نورو کليوالو سيمو کې هم زيات افغانان مېشته دي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو له کميسارۍ څخه يوه مامور په پېښور کې څرگنده کړې، چې افغان کډوالو ته د دوی د پاتې کېدنې له امکان څخه خبر ورکړل شوی، په دې شرط سره چې راجستري کارټونه ولري. سرحدي سيمو ته فدرالي وزير نجم الدين خان هم دا جوته کړې، چې افغانان به په زور او جبر سره خپل هېواد ته نه شړي.

AG/ محمد عارف وردگ

کتونکی. زيارمل