1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږ کال په افغانستان کې د گوزڼ ۱۵ پېښې ثبت شوي

خلیل الرحمن امید۱۳۹۳ آبان ۴, یکشنبه

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې ویلي دي چې د تیر کال په پرتله سږکال د گوزڼ ناروغۍ يوه پېښه ډیره شوې ده. ویل شوي چې د گوزڼ پېښې د‌ پاکستان پولې ته څېرمه ډېرې شوي دي چې لامل یې د سیمې د خلکو تر منځ تګ او راتګ دي.

https://p.dw.com/p/1DcNz
انځور: picture-alliance/Ton Koene

افغانستان لا هم په هغو دریو هیوادونو کې شمیرل کیږي چې د پولیو یا گوزڼ پېښې پکښې رامنځ ته کيږي. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ریچارډ پیپر کارن، ویلي دي چې په دغه هیواد کې د ګوزڼ‌ پېښې د ډېرېدو په حال کې دي:

«تر ټولو وړاندې زه باید یو څه ته اشاره وکړم، چې د پولیو د له منځه وړلو نوښت د عامې روغتیا وزارت تر رهبرۍ لاندې ښې لاسته راوړنې لري، خو له دې سره سره بیا هم په افغانستان کې د پولیو یوه پېښه تر تېر کاله ډېره شوې ده چې تیر کال ۱۴ او سږ کال پنځلس پېښي ثبت شوي دي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندې وویل، له دې سره سره چې په افغانستان کې د پولیو د مخنيوي او روغتیا په برخه کې پرمختګونه شوي دي خو لا هم دې ته اړتیا ده چې د پولیو پر وړاندې جدي هڅې وشي.

د ریچارډ کارن په وینا د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او نورې اړونده نړیوالې ادارې به له افغان حکومت سره په ګډه له شپږو تر نهو میاشتو پورې خپل ټول وس په کار واچوي، څو د دې وایروس مخنیوی وکړي.

د ریچارډ کارن، د څرگندونو له مخې دوی هڅه کوي چې دغه ستونزه په افغانستان او پاکستان کې له منځه یوړل شي، ځکه چې په وینا یې په دواړو هیوادونو کې پولې ته څېرمه دغه پېښې ډېرې رامنځ ته کیږي.
په عین وخت کې د افغانستان دعامې روغتیا سرپرستې وزیرې ډاکتر ثریا دلیل، د پولیو د دوهم پړاو واکسینو په مراسمو کې په ډاګه کړه چې په دغه هیواد کې به ۸ اعشاریه ۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي واکسین شي.

د میرمن دلیل په وینا تر ټولو ډېرې پېښې له پاکستان سره پولې ته څېرمه لیدل کیږي. هغې څرگنده کړه چې اوس مهال په دواړو هیوادونو کې پولیو ضد کمپاین روان دی.

میرمن ثریا دلیل په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په ټول افغانستان کې د نهو وایرسونو پر وړاندې ماشومانو او میندو ته واکسین ورکول کیږي: «د عامې روغتیا وزرات د ماشومانو له‌ پاره د نهو وژونکو او معیوبوونکو ناروغیو پر وړاندې واکسین لري.»

په دغه غونډه کې د ولسمشر اشرف غني‌ دوهم مرستیال قانون پوه سرور دانش بیا وویل چې د روغتیا په برخه کې لا هم ډیرې ستونزې ویني او په وینا یې د د دغو ستونزو د له منځه وړلو له پاره حکومت ځانګړي پلانونه په پام کې لري: «نن د ټول هیواد په کچه د روغتیايي پوښښ، کیفیت، بنسټیز میکانیزم، د روغتیايي نظام د قانونمندولو او هغه ته د باورو ورکولو په برخه کې لا هم ستونزې شته. خو له دغه زمینې څخه په ګټه اخېستنې سره په زغرده ویلی شم چې د ملي یوالي نوی حکومت په دې او نورو ټولو برخو کې پراخ پلانونه لري.»

د ښاغلي دانش په وینا د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۱۲ کال کې له افغانستان، پاکستان او نایجریا هیوادونو څخه غوښتي دي چې د دغه وایروس په له منځه وړلو کې پراخې هڅې وکړي خو لا هم دلته د گوزڼ‌ پېښې لیدل کیږي. هغه په هیواد کې له علماوو،‌ قومي مشرانو او رسنیو څخه غوښتنه وکړه چې په دې کمپاین کې فعاله ونډه واخلي.