1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سیاسي اپوزیسیون باید د ملي گټو پر ضد نه وي»

۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ وویل چې افغانستان اوس له نړیوالې ټولنې سره داسې قوي اړیکې لري چې تر دې مخکې ئې هیڅ کله نه درلودې. هغه زیاته کړه چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د کورنیو ستونزو د له منځه وړلو له پاره کار وکړي.

https://p.dw.com/p/15CUh

ولسمسشر کرزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې اوس افغانستان له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې ټینگې کړي دي او په پاتې دوو کلونو کې به د افغانستان د کورنیو چارو په تقویه کولو بوخت وي. د هغه په خبره تر ۲۰۱۴ کال پورې به هڅه وکړي چې د افغانستان کورنې چارې لکه دولتداري او له اداري فساد سره مبارزه تقویه کړي. ولسمشر کرزي وویل:

«نن زه د افغانستان د نړیوالو اړیکو د ټینگښت په اړه له اطمینان سره خبرې کوم. دغه اطمینان حاصل شوی دئ... چین او امریکا که پخپل منځ کې ډیر د نظر اختلاف لري خو د افغانستان په مسئله کې په توافق سره په کار بوخت دي. روسیه او امریکا که پخپل منځ کې سره ډیر د نظر اختلاف لري خو د افغانستان په برخه کې له یو بل سره د نظر توافق لري.»

د ولسمشر کرزي په خبره اوس د نړیوالې ټولنې ډیر شمیر هیوادونه د افغانستان په برخه کې د نظر له توافق سره په کار بوخت دي. کرزي وویل: «زما له نظره افغانستان په نړیواله ټولنه کې او له نړیوالې ټولنې سره په اړیکو کې خپل اساسات ټینگ کړي دي.»

د کرزي په وینا اوس چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې تقویه کړي دي نو باید پخپلو کورنیو چارو کې داسې اصلاحات راولي چې وشي کولای د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه پوره گټه واخلي:

«اوس نو دا ښايي چې موږ د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه په استفاده سره، خپله خاوره په داخل کې لا ډیره تقویه کړو. حکومت داري تقویه کړو، د نظام بهبود راولو، فساد ورک کړو، سیاستونه مو پاخه کړو او دا خاوره داسې ځای ته ورسوو چې نور په دې هیواد کې د بهرنیو د مداخلې موقع برابره نه وي.»

کرزي د ټولو هیوادونو نوم وا نه خیست

کله چې له ولسمشر کرزي څخه د یو شمیر هیوادونو د نیت په اړه وپوښتل شوه، هغه وویل چې کله چې هغه په یوه خبري کنفرانس کې له یوه هیواد سره د ښو اړیکو په اړه خبرې کوي هغه په دې معنی ده چې نوموړی هیواد له یو شمیر څیړنو څخه تیر شوی دئ. د کرزي په خبره له همدې کبله هغه په دې خبري کنفرانس کې د یو شمیر هیوادونو نومونه وا نه خیستل چې د دې څرگندویي کوي چې افغانستان تر اوسه پورې هم د هغوی په اړه پوره اطمینان نه لري:

«ما د یو شمیر خاصو هیوادونو نوم واخیست چې له موږ سره په رښتیا همکاري کوي. زه هیله لرم چې زموږ یو شمیر گاونډي هیوادونه د خپلو او د افغانستان د گټو له پاره له موږ سره ښې اړیکې ولري.»

دا چې له دې خبرې د ولسمشر کرزي هدف کوم هیوادونه ول هغه په مشخصه توگه روښانه نه کړه خو د کارپوهانو به نظر ولسمشر له دې سره پاکستان ته اشاره وکړه.

«جنرال دوستم په ملي خیانت تورن نه دي»

ولسمشر کرزي وویل چې جنرال دوستم په ملي خیانت نه دئ تورن شوی. هغه زیاته کړه چې د کانونو د وزارت له خوا افغان حکومت ته یو رپوټ رسیدلی دئ چې په سرپل ولایت کې د چینایانو د پانگونې پر وړاندې ستونزې رامنځ ته شوې دي چې افغان حکومت اوس د دغه رپوټ په څیړلو بوخت دئ.

د کرزي په خبره افغان حکومت ته رسیدلی رپوټ به د افغانستان د قضايي ارگانونو له خوا وڅیړل شي او هر هغه وگړي چې قانون تر پښو لاندې کړي وې، هغه ته به سزا ورکړل شي.

اپوزیسیون باید د ملي منافعو پر ضد نه وي

ولسمشر کرزي د سې شنبې د ورځې په خبرې کنفرانس کې وویل چې په هر نظام کې سیاسي اپوزیسیون کولای شي چې پر حاکم نظام باندې نیوکې وکړي خو دغه نیوکې باید د ملي گټو پر ضد نه وي.

کرزي وویل چې له حکومت سره مخالفت باید له هیواد سره مخالفت نه وي او نه هم باید له ملي منافعو سره په ټکر کې وي.

مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم