1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیرل رامپوسا د سویلي افریقا نوی ولسمشر شو

۱۳۹۶ بهمن ۲۶, پنجشنبه

د سویلي افریقا پارلمان سیرل رامپوسا، د دغه هیواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکه. د جیکب زوما نهه کلنه دوره د چهارشنبې په ورځ د حاکم ګوند د سختو فشارونو له کبله، د استعفأ له ورکولو سره پای ته ورسیده.

https://p.dw.com/p/2sktQ
Südafrika - neuer Präsident Cyril Ramaphosa - Vereidigung
انځور: Reuters/M. Hutchings

سیرل رامپوسا د جیکب زوما، له استعفا وروسته د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد نوی ولسمشر شو. رامپوسا پرته له رای اچونې څخه د دغه هیواد ولسمشر شو. د دغه هیواد د قاضي القضات موګیونګ موګیونګ، په خبره رامپوسا په پارلمان کې دغې څوکۍ ته یوازینی کاندید وو.

د زوما په هکله یو شمیر افتضاح ګانو د دغه هیواد واکمن ګوند (اې ان سي) یا افریقايي ملي کانګرس ته سخت زیان اړولی وو. زوما هغه وخت له دغه څوکۍ لیرې کړای شو، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپل استعفا لیک وړاندې کړ.

د اپوزیسیون دوو مخکښو ګوندونو دیموکراتیک الاینس (دي اې) او ایکنومک فریډم فایټر (اي اف اف) دواړو رامپوسا ته له رای ورکولو څخه ډډه وکړه. کله چې د پارلمان غونډه پیل شوه نو د اي اف اف، ګوند یو شمیر غړي له پارلمانه ووتل.

د دیموکراتیک الاینس غوښتنه بیا دا وه چې پارلمان دې منحل او نوې ټاکنې دې تر سره شي، ځکه چې په خبره یې اې ان سي چې په پارلمان کې اکثریت لري خپل پخوانی مشر زوما سره د اختلاس د شکمنو تورنو له کبله محاسبه و نه کړه.

سایرل رامپوسا څوک دی: رامپوسا په دسمبر میاشتې کې د اې ان سي د مشر په توګه ټاکل شوی. هغه د صنفي اتحادی پخوانی مشر دی چې بیا وروسته یې سوداګرۍ ته مخه کړه او د سویلي افریقا یو له شتمنو کسانو څخه شمیرل کیږي.

تیرې لاس ته راوړنې: رامپوسا د سویلي افریقا د سوداګرۍ اتحادیې د پیاوړي کانګرس په رامنځ ته کیدو کې مهم نقش لوبولی وو. پر دې سربیره په ۱۹۹۰م لسیزه کې د اې ان سي عمومي منشي په توګه د هغه ټیم غړی وو چې د اپارتاید یا توکمپالنې د ختمولو له پاره یې مذاکرات کړی وو او د سویلي افریقا د نوي پرمختللي اساسي قانون مسوده یې جوړه کړې وه. د خپلو سوداګریزو چارو په برخه کې هغه د مک دونالد څانګې په سویلي افریقا کې پرانیستې. د فوربز مجلې په ۲۰۱۵ کال کې د د رامپوسا پیسې تر ۴۵۰ میلیونه ډالرو زیاتې اټکل کړې وې.

رامپوسا څه وړاندیزوي: هغه د اختلاس او خپلوۍ پالنې پر ضد د مبارزې هوډ څرګند کړی چې د زوما نهه کلنې ولسمشرۍ ته یې زیان واړوه. زوما وروسته له هغې له خپلې دندې استعفا وکړه چې اې ان سي د هغه پر وړاندې د بې اعتمادۍ رای د کارولو ګواښ وکړ.