1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیف الاسلام په لیبیا کې محاکمه کیږي

۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعه
https://p.dw.com/p/15vvi

په پام کې ده چې د لیبیا د پخواني دیکتاتور معمر القذافي زوی به په لیبیا کې محاکمه شي. په هغه باندې د ۲۰۱۱ میلادي کال د فبروري په میاشت کې د پیل شوي پاڅون په دوران کې د اقتصادي اختلاس، د وژنو او جنسي تیریو تورونه لگول شوي دي. په عین وخت کې د جنگي جرمونو نړیوالې محکمې هم د سیف الاسلام د نیولو امر صادر کړی دئ. د سیف الاسلام مدافع وکیل ویلي دي چې په لیبیا کې به محکمه د هغه په اړه منصفانه فیصله و نه کړي.