1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیما ثمر د نوبل جایزې بدیله جایزه وگټله

۱۳۹۱ مهر ۶, پنجشنبه

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون مشره سیما ثمر د ۲۰۱۲ کال د Right Livelihood د جایزې گټونکې شوه. دې جایزې ته د نوبل د جایزې بدیله هم ویل کیږي. میرمن ثمر دغه جایزه له دوو تنو نورو سره یو ځای ګټلې ده.

https://p.dw.com/p/16GFd
انځور: dapd

د سیما ثمر تر څنګ امریکايي دانشمند جیني شارپ، او د وسلو د تجارت پر ضد بریتانیې سازمان په دې جایزې کې ونډه لري. په دې ترتیب سره به نو دا ۱۹۵۰۰۰ ډالري جایزه پر درو برخو وویشل شي.

میرمن سیما ثمر له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې ډیره خوشحاله ده چې په نړۍ کې د افغان میرمنو هڅې ستایل کیږي. هغې زیاته کړه: «زه ډیره خوښه یم چې د افغان میرمنو هڅې ستایل کیږي او زه ټولو افغان میرمنو ته د دې بریا مبارکي  وایم.»

ثمر وویل چې د افغانستان په شان هیوادونو کې د بشري حقونو په برخه کي کار کول ډیره ستونزمنه دنده ده خو ادعا ئې وکړه چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په ټوله سیمه کې ساری نه لري.

«زه غواړم په ډیر ویاړ سره ووایم چې په سیمه کې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون ساری نه لري. زموږ هیڅ یو گاونډی هیواد د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون په اندازه زندانونو ته لاسرسی نه لري او نه شي کولای چې له بشري حقونو څخه د سرغړاوي په اړه زموږ په څیر خبرې وکړي. له دې کبله دا په تیرو لسو کلونو کې د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته زموږ او د افغانستان د خلکو لویه بريا ده.»

پر سیما ثمر سربیره د چاپیریال ساتنې په برخه کې یوه ترکي فعال هیرتین کاراکا، ته هم جایزه ورکړل شوې ده.

د جایزې ګټونکې د پنجشنبې په ورځ اعلان شول. دغه جایزه په ۱۹۸۰ کال کې د سویدني-الماني خیرخواه جیکوپ فون اویکس کول، له خوا وټاکل شوه چې موخه ئې د هغو کسانو او سازمانونو ستایل ول چې ستر خدمتونه ئې کړي وي خو د نوبل جایزه ور ته نه وي ورکړل شوې. له همدې کبله دې جایزې ته د نوبل جایزې بدیله هم وایي.

د میرمن سیما ثمر ژوند ته لنډه کتنه

میرمن سیما ثمر په ۱۹۵۷ کال کې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې زیږیدلې ده. هغې خپل لومړنۍ  زده کړې په هلمند ولایت کې کړي دي. تر هغه وروسته میرمن ثمر د کابل په طبي پوهنتون کې زده کړې وکړي او د ډاکترې په توگه له دې پوهنتون څخه فارغه شوه.

میرمن ثمیر د افغانستان د جگړو پر مهال پاکستان ته کډواله شوه او هلته ئې روغتون، کلینیکونه، د زده کړې کورسونه او یتيمخانې جوړې کړې. هغې اوولس کاله په پاکستان کې ژوند وکړ او د بشري حقونو به برخه کې ئې خپلو هڅو ته دوام ورکړ.

میرمن ثمر د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته بیرته افغانستان ته ستنه شوه او په ۲۰۰۲ کال کې ئې د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون د مشري په توگه دنده پیل کړه.

مسعود جهش (دویچه ویله، د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

میرمن ثمر له ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون مشره ده.
میرمن ثمر له ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون مشره ده.انځور: DW/H.Sirat