1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیپري: په پوځي لگښتونو کې ډیروالی راغلی

۱۳۹۵ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

څلور کاله وروسته د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۵م کال کې په نړیواله کچه پوځي لگښتونه لوړ شوي دي. د سولې د څیړنیز انستیتیوت «سیپري» د وینا له مخې په دغه تحول کې تر هر څه لومړی په ختیځه اروپا او منځني ختیځ کې کړکیچونه نقش لري.

https://p.dw.com/p/1IPRr
انځور: picture-alliance/dpa/A. Hassan

په ستوکهلم کې د سولې څیړنیز انستیتیوت «سیپري»، د نوي رپوټ له مخې په نړیواله کچه هیوادونو په تیر کال کې ۱۶۷۶ میلیارده امریکایي ډالر د پوځي موخو له پاره لگولي دي. رپوټ زیاتوي چې دغه څه د ۲۰۱۴م کال په پرتله يو سلنه ډیروالی ښيي.

له ۱۹۹۸ کال څخه تر ۲۰۱۱ کاله پورې په نړیواله کچه په پوځي لگښتونه کې زیاتوالی راغلي وو، خو له ۲۰۱۱ کال څخه بیا تر ۲۰۱۴ کاله پورې بیا دغه لگښتونه یو څه راټیټ شوي ول.

د ستوکهلم کارپوهانو په خپله کلنۍ ارزونه کې ستر سیمه ییز توپیرونه ثبت کړي دي. په ځانگړې توگه د ختیځي اروپا او منځني ختیځ هیوادونو په پوځي بودیجو کې ډیروالی راغلی دی.

امریکا په سر کې قرار لري

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات لا هم تر ټولو هیوادونو ستره پوځي بودجه لري، په ۲۰۱۵ کال کې په شمالي امریکا او لویدیځه اروپا کې د پوځي لگښتونو راټیټدو دوام درلود. د سیپري د معلوماتو له مخې امریکا متحده ایالاتو تیر کال ۵۹۶ میلیارده امریکایي ډالر پوځي لگښتونه لرل.

د ۱۸۹ میلیارده یورو په مصرفولو سره بیا چین دوهم ځای خپل کړی دی. د هغې په تعقیب سعودي عربستان د ۷۶،۵ میلیارده یورو په لگولو سره په دریم او روسیه د ۵۸،۳ میلیارده یورو په لگولو سره په څلورم ځای کې قرار لري. آلمان بیا د ۳۴،۶ میلیارده یورو په لگولو سره له اتم مقام څخه پر شا تللی او نهم مقام یې خپل کړی دی. خو جاپان بیا له آلمان څخه مخکې شوی دی.

د روسیې له لوري په لگښتونو کې ډیروالی

د سیپري د رپوټ له مخې د سترو پانگوالو له ډلې څخه د روسیې د (+۷،۵٪) چین د (+۷،۴٪) او د سعودي عربستان (+۵،۷٪) سره تجهیزاتي لگښتونه په څرگند ډول لوړ شوي دي. همداشان عراق هم په ۲۰۱۵م کال کې ۳۵ سلنه ډیر پوځي لگښتونو لرلي دي.

د سیپري رپوټ دا خبره په ډاگه کوي چې څرنگه وسله وال کړکیچونه د گاونډیو هیوادونو پوځي لگښتونه هم لوړوي. د روسیې او اوکراین تر منځ کړکیچ یوازې د دغو دواړو هیوادونو پوځي لگښتونه نه دي لوړ کړي، بلکه د سيپري په وینا د گاونډیو هیوادونو پولنډ او د بالکان حوزې د درو هیوادونو چې له روسیې څخه د یوه سخت پوځي گواښ اندیښنه لري په پوځي لگښتونو کې هم پیاوړې وده لیدل کیږي. په ټوله کې په ختیځه منځنۍ اروپا کې پوځي بودجه ۱۳ سلنه ته رسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب