1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکايي پېسې د یاغیانو ملاتړو ته رسیږي»

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)۱۳۹۲ مرداد ۸, سه‌شنبه

یوې دولتي څارنیزي ادارې ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ هغه ۴۳ شرکتونه او وګړي لا تر اوسه له خپلو قراردادونو څخه نه دي محروم کړي چې ورباندې له طالبانو او د امریکا له نورو «دښمنانو» سره د مرسته کولو شک کیږي.

https://p.dw.com/p/19GyQ
#49479497 - Suitcase with 100 dollar bills on grey background Autor Africa StudioPortfolio ansehen Bildnummer 49479497 Land Ukraine
Symbolbild Geldkoffer Dollarانځور: Fotolia/Africa Studio

د افغانستان د بیا رغونې د بهیر د څارونکې ادارې یا «سیګار» مشر جان سوپکو، ویلي دي چې هغه په دې اړه اندیښنه لري چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ د هغه د ادارې سپارښتنو ته غوږ نه نیسي او له مخې یې خپل اقدامات نه تنظیموي. د سیګار د مشر په خبره د هغه د سپارښتنو اصلي هدف هغو کسانو ته د امریکا يي پېسو له رسیدو څخه مخنیوي کول دي چې په احتمالي ډول د طالبانو، حقاني شبکې او یا هم القاعدې ملاتړ کوي.

سوپکو، د خپلې ادارې د درې میاشتینې رپوټ په مقدمه کې لیکلي دي: «زه دې خبرې ډیر خواشینی کړی یم چې امریکايي پوځ ترهګر څاري، پرې بریدونه کوي او ان هغوی وژني، خو همدغه پوځ بیا په دې باور دی چې نه شي کولای له یاغیانو سره احتمالي تړاو لرونکو کسانو سره تړونونه لاسليک نه کړي.»

د سیګار له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې دغې ادارې د امریکا متحده ایالاتو پوځ ته د ۴۳ قراردادیانو نومونه او معلومات ورکړي دي چې ښيي هغوی په ښکاره ډول د یاغي ډلو ملاتړ کوي، خو پر دې سربیره هم امریکایي پوځ له دغو شرکتونو او وګړو سره قراردادونو ته دوام ورکوي. د سیګار له خوا پوځ ته د پیژندل شویو کسانو په ډله کې ډیر شمیر افغانان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه امریکايي پوځي چارواکي ویلي دي چې هغه اسناد چې سیګار هغوی ته د یادو شرکتونو او وګړو په اړه وړاندې کړې دي، له نامعلومو منابعو څخه راټول شوي او له همدې کبله نه شي کیدای چې د هغوی له مخې له دغو کسانو څخه قراردادونه واخیستل شي.

د متحده ایالاتو د پوځ ویاند متیو بورکې، ویلي دي: «د پوځ د اکمالاتو د درغلیو ادارې د تیر کال په وروستیو کې ۴۳ سپارښتنې ترلاسه کړې وې، خو په دغه رپوټ کې په کافي اندازه شواهد موجود نه ول چې له مخې یې موږ د خریداریو د مقرارتو له مخې د دغو شرکتونو په اړه کوم بحث وکړو.»

د سیګار په رپوټ کې د هغه شرکتونو او یا هم وګړو نوم نه دی اخیستل شوی، چې دغې ادارې د امریکا پوځ ته ورپیژندلي دي. خو دغې ادارې روښانه کړې ده چې دغو قراردادیانو ته د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه ورکول کیږي او دا چې له دې ډلې څخه ۸۰ سلنه یې افغانان دي.

سیګار د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د مرستو څارنه کوي او د ادارې فساد او اختلاس تورونه څیړي. د دغې ادارې د څیړنو په پایله کې له ۲۰۰۸ کال راهیسې ۵۹ کسان له خپلو دندو ګوښه شوي دي.

له افغانستان سره د امریکا مرستې ۱۰۰ میلیاردو ته رسیږي

له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو مرستې اوس ۱۰۰ میلیاردو ډالرو ته د رسیدو په حال کې دي. د دغو مرستو ډیره برخه د افغان ځواکونو پر روزنه او تجهیز باندې مصرفيږي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا له کانگرس څخه بیا غوښتل شوي دي چې د راروان مالي کال له پاره هم له افغانستان سره د مالي مرستو له پاره ۱۰.۷ میلیارده ډالر غوښتل شوي دي. نوی مالي کال د اکتوبر پر لومړۍ نیټه پیلیږي.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د قوانیونو له مخې باید د دغه هیواد مرستې یاغیانو ته و نه رسیږي، خو سیګار په خپل رپوټ کې ويلي دي چې په تیرو کلونو کې په میلیونو امریکايي ډالر داسې کسانو ته رسیږي چې د یاغیانو ملاتړ کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب