1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو کنترول پراخ او د افغان ځواکونو شمیر کم شوی»

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکایي ادارې «سیګار» ويلي دي چې د هري ورځې په تیریدو سره د هغو افغانانو شمیر پر ډېرېدو دی چي د طالبانو تر کنترول لاندي سيمو کي ژوند کوي او د افغان امنیتي ځواکونو شمیر ډیر کم شوی دی.

https://p.dw.com/p/2wxB6
Afghanistan Selbstmordattentat in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د سیګار وروستی رپوټ چي د سه شنبې په ورځ خپرو شوی، د افغانستان د وضعیت یو ډیر ویرونکی انځور وړاندي کوي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت وایي چې د ارزونو له مخې یې افغان او د امریکا په مشرتوب د ناټو ځواکونو د یاغیانو پر وړاندې په متداوم ډول پرمختګ کوي.

د سیګار رپوټ په کابل کې تر یوې بلې خونړۍ ورځې وروسته خپریږي. د دوشنبې په ورځ په دې ښار کې یوې چاودنې د نهو خبریالانو په ګډون ۲۵ کسان ووژل. په همدې ورځ په کندهار کې هم یوې چاودنې یوولس ماشومان ووژل او په خوست ولایت کې بیا وسله والو د بې بې سي یوه ځايي خبریال وواژه.

د سیګار په حواله په یوه کال کې د افغان امنیتي ځواکونو ځواک لس سلنه راکښته شوی دی. په دې ترتیب سره نو د تر جنورې میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې د افغان پوځ او پولیسو شمیر ۲۹۶۴۰۹ تنو ته راکښته شوی دی.

په وروستیو وختونو کې طالبانو، داعش (اسلامي دولت) او نورو وسله والو ډلو پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې له کبله یې د افغان ځواکونو مورال چې وختي لا د سرتیرو له خوا د دندې د پریښودو او اداري فساد له کبله کمزوری وو، لا پسې ضعیفه شوی دی.

تر دې مخکې به امریکایي ځواکونو سیګار ته په افغانستان کې د وژل کیدونکو افغان ځواکونو شمیر ورکاوه چې په کال کې تر ۵۰۰۰ لوړ وو. خو اوس دغه شمیرې د افغان حکومت په  غوښتنه سري شوي او دې ادارې ته نه ورکول کیږي.

د نوي رپوټ په حواله اوس طالبان د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو څخه ۱۴،۵ سنله یې کنترولوي. دا له ۲۰۱۵م کال راهیسې کله چې سیګار په دې برخه کې د معلوماتو په ثبتولو پیل وکړ، د طالبانو تر کنترول لاندي د ولسوالیو تر ټولو لوړ شمیر دی.

افغان حکومت بیا د ۵۶،۳ سلنه ولسوالیو کنترول په لاس کې لري، پاته ولسوالۍ بیا د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ لاس پر لاس کیږي.

په ولسوالیو کې د اوسیدونکو کسانو شمیر وخت په وخت بدلیدیږي. په رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۶م کال له اګست میاشتې راهیسې پر افغانانو باندي د کابل حکومت د کنترول کچه کمه شوې ده.

د سیګار په رپوټ کې راغلي دي: «په ټوله کې د یاغیانو تمایل، د هغوی تر کنترول لاندې د نفوس کچه لوړه کړې ده او د ۲۰۱۶م کال په اګست میاشت کې له نهه سلني څخه یې د ۲۰۱۸ کال په جنوري میاشت کې ۱۲ سنله ته رسولې ده.»

سیګار همداراز ویلي دي چې د افغان هوايي ځواک د بریدونو له ډیریدو سره د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده. د افغانستان عیني وضعیت له هغه څه چې پنتاګون یې بیانوي ټوپیر لري. د امریکا د دفاع وزارت ادعا کوي چې طالبان تر فشار لاندې دي او اوس یې ځيني ډلې د سولې له خبرو اترو سره لیوالتیا لري.

زموږ له ارشيف څخه: