1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شاه جوی: ولسوال مو تښتېدلی دی

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ مرداد ۷, دوشنبه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوال له څوورځو راهيسي خپلي دندې ته نه حاضريږي او داسي ويل کيږي چي تښتېدلی به وي. سيمه ييز چارواکي وايي چي علام صديق پر خپل سر دنده پرې ايښې او تښتېدلی دی.

https://p.dw.com/p/19Fi6
Alte Minarette in der Stadt Ghazni Afghanistan. Copyright: DW/Qadir Wafa 05.07.2012, Ghazni
Alte Minarette in der Stadt Ghazni Afghanistanانځور: DW

د شاه جوۍ ولسوالۍ عام خلګ وايي، چي په دې سره ګرمي او فرضه روژه کې د خپلو کارونو له پاره عريضې په لاس ګرځي، خو مامورين ورته وايي چي ولسوال يې نامعلومي خوا ته تللى دى.
 
د شاه جوی دغه اوسيدونکي د زابل له والي او نورو لوړ پوړو چارواکو څخه غواړي، چي د دوى د ستونزو د حل له پاره دي د دوى سيمي ته بل ولسوال ور لېږي. له دغو کسانو څخه يو تن چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبري کولې دويچه ويله ته وويل:

«موږ هره ورځ عريضې په لاس راځو، خو په دې سره ګرمي کي بيرته جواب راکول کېږي، چي ولاړ سئ، ولسوال يوې نامعلومي خواته تللى دى. والي صاحب بايد زموږ ږغ واوري، يو څوک راوليږي چي زموږ کارونه پر وخت راخلاص کړي.»

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار پېښه مني او وايي تراوسه خبر نه دي، چې ولسوال يې کومي خواته مخه نيولې ده. د هغه په خبره دوى هڅه کوي، ليکن تراوسه يې په موندولو نه دي بريالي سوي. نوموړى وايي اوس يې شاه جوی ولسوالۍ ته د خلګو د اداري ستونزو د حل کولو په موخه بل سرپرست ولسوال معرفي کړى دى:

«دا رښتيا دي، خو موږ هم په دې نه پوهېږو، چې ولسوال چيري او کومي خواته تللى دى. د تليفون ټولي شمېرې يې بندي او هيڅ درک يې نه سته. ولايتي اداره هڅه کوي، چي تښتېدلى ولسوال پيدا کړي.»

د زابل ولايت د ولايتي شورا غړی حاجي محمد هاشم گرانی، وايي چي ولسوال له تيرو دريو کالو راهيسي په اداري فساد کي لاس درلود او په دې وروستيو کې يې له يوه شرکت څخه د سړک جوړولو په پلمه اويا زره امريکايي ډ الره اخيستې او پرخپله مخه تښتېدلى دى. د هغه په خبره ولسوال له طالبانو سره هم لاس لاره.

د ګراني په خبره، کوم وخت چي خبره رسوايي ته نژدې سوه، نو له  ولسوالۍ څخه يې پښې سپکې کړي او خداى خبر چې کومي خوا ته تللى دى:

«زموږ د ولايتي شورا د معلوماتو له مخي دا سړى له تيرو دريو کالو راهيسي، چي په دنده ګومارل سوي دی، خلګو شکايتونه ځني کول، په اداري فساد ککړ دی. په دې وروستيو کې يې له شخصي بيار غوني شرکت څخه اويا زره امريکايي ډالره د سړک جوړولو په بهانه اخيستي او له هغه راهيسي تښتېدلى دى. دولت بايد داسي کس راوليږي، چي هغه ملي احسا س ولري او پر دې خلګو زړه وسوځي.»

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار بيا د تښتېدلي ولسوال په فساد کي د لاس لرلو په اړه څه نه وايي او زياتوي، چي ولسوال بايد له تښتېدلو مخکي له خپلو ستونزو څخه والي او نور دولتي چارواکي خبر کړي واى.

مرستيال والي وايي که د ولسوال پته معلومه سوه، نو خامخا به د وظيفوي غفلت او خپلسرۍ پوښتنې نه ځني کېږي.

خو دا لا تراوسه پوري دقيقه نه ده معلومه چي آيا د شاه جوی ولسوال رشتيا هم تښتېدلی او که يوه کومه بله ستونزه پيښه سوې ده. د افغانستان په دولتي ادارو کي د فساد خبره هروخت ياديږي او لوړ پوړي دولتي چارواکي هم دا مني چي اداري فساد سته.