1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاينماير له ايران سره د مشترکو ګټو په لټه کې دی

۱۳۹۴ مهر ۲۵, شنبه

څه نا څه ۱۲ کاله کيږي چې د آلمان د بهرنيو چارو يو وزير دې په اوږد سفر ايران ته ولاړ شي. فرانک والتر شتاينماير اوس د خبرو اترو شلېدلې لړۍ ته په تهران کې دوام ورکوي.

https://p.dw.com/p/1GpkY
انځور: picture-alliance/dpa/v. Jutrczenka

د آلمان د بهرنيو چارو وزير د شنبې په ورځ په لومړي ځل ايران ته ورسېد. په پلازمېنه تهران کې له ولسمشر، حسن روحاني سره ليدنه کتنه په پام کې ده. په دې وروستيو کې د ايران او آلمان تر منځ اړيکي د اتومي پروګرام په سر راټوکېدلې لانجې له کبله ترينګلې شوې وې. په دوبي کې تر موافقې وروسته اوس په نورو برخو کې همکاري هم مطرح شوې ده. ايران ته تر خپل سفر څخه وار د مخه د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، د سوريې په کړکېچ کې پر ښکېلو هېوادونو باندې غږ وکړ چې يوه ګډه حل لاره دې پيدا کړي.

اتومي بم بايد جوړ نه شي

د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا پنځه دايمي غړو او آلمان د جولای مياشتې په نيمايي کې له ايران سره تفاهم کړی و چې دغه هېواد، چې ۷۸ ميليونه انسانان پکې اوسيږي، کولای شي چې له اتومي ځواک څخه په ملکي برخه کې استفاده وکړي، خو د اتومي بم له جوړولو څخه بايد لاس واخلي. شتاينماير د خپلو څرګندونو له مخې غواړي چې تهران دې د سوريې کړکېچ په سياسي حل کې هم ونډه واخلي. ايران د روسيې تر څنګ د سوريې د واکمن، بشار الاسد تر ټولو لوی ملاتړ هېواد دی.

شتيانماير له «ايران» نومې ورځپاڼې سره، چې د ايران حکومت ته نژدې بلل کیږي، په مرکه کې وويل چې «زما هيله به دا وي چې ايران دې له خپل نفوذ څخه کار واخلي څو د سوريې حکومت د خبرو اترو مېز ته کښېني د دې له پاره چې د سیاسي انتقال بهير پيل شي.» مرکه تهران ته د آلمان د بهرنيو چارو د وزير د لومړني سفر په درشل کې چاپ شوه. شتاينماير زياته کړه چې پټه نه ده چې ايران او آلمان د سوريې کړکېچ ته په کتو سره ځينې مختلف دريځونه لري، «خو بيا هم بايد ټول يوه ګډه علاقه ولرو: هغه دا چې د وينې تويونه دې بس شي او سوريه دې د يوه فعال دولت په توګه وژغورل شي، چې د ټولو نژادي او مذهبي ګروپونو خلک پکې وکولای شي، يوه ورځ بېرته په سولې سره ګډ ژوند وکړي.»

په وروستي ځل د آلمان د بهرنيو چارو پخوانی وزير، يوشکا فيشر، په ۲۰۰۳ کال کې په اوږده سفر ايران ته تللی و. په ۲۰۱۱ کال کې د آلمان د ليبرال دموکرات ګوند سياستوال، ګيدو ويسترويله، هم تهران ته سفر کړی و، خو يوازې د يو څو ساعتونو له پاره. د هغه وخت موضوع دا وه چې دوه بنديان شوي ژورناليستان بايد بېرته آلمان ته راوستل شوي وای. د آلمان اوسنی مشر ديپلومات، شتاينماير، د يکشنبې په ماښام سعودي عربستان ته سفر کوي، چې د خليج په سيمه کې د ايران تر ټولو ستر رقيب دی. د سفر وروستی تمځای د سې شنبې په ورځ اردن دی.