1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاينماير منځنۍ آسيا ته سفر کوي

۱۳۸۶ فروردین ۷, سه‌شنبه

د اروپا د مرکزي آسيا د نوې ستراتېژۍ په پيل کې د آلمان د باندنيو چارو وزير فرانک والتر شتاينماير د اروپايي ټولنې له استازو سره يو ځای د پنځو واړو پخوانيو شوروي جمهوريتونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره ويني.

https://p.dw.com/p/DKJP
منځنۍ آسيا د اروپا دپاره ستراتيژيک اهميت لري
منځنۍ آسيا د اروپا دپاره ستراتيژيک اهميت لريانځور: AP
د قزاقستان په پلازمېنې آستانه کې د نوموړو هېوادونو له استازو سره د نويو اقتصادي اړيکو په هکله دوه ورځې خبرې کېږي. امنيستي انترنيشنل د بشر د حقوقو له وضعيت څخه سر ټکوي او د دغې وضعې د ښه کېدو غوښتنه کوي.د آلمان په مشري د اروپايي ټولنې شورا غواړي چې د جون مياشتې تر پايه پورې د منځنۍ آسيا د يوې نوې ستراتيژۍ طرحه وړاندې کړي. دغه پنځه هېوادونه قزاقستان، قرغستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان دي او د اروپا دپاره ستراتيژيک اهميت لري.