1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاينماير په منځني ختيځ کي د سولې لپاره ږغ وکړ

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ آبان ۲۵, یکشنبه

فرانک والتر شتاینمایر په بیت المقدس کې د منځني ختیځ د وضعیت په هکله د اویگدور لیبرمن سره ولیدل. لیبرمن د اسرائیلو د یهودي ښارگوټو د جوړولو پر سیاست ټینگار وکړ، خو شتاینمایر د اړخونو تر منځ دخبرو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1DoK5
انځور: picture-alliance/epa/A. Sultan

منځنې ختیځ ته له سفر څخه مخکې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، فرانک والتر شتانیمایر وویل چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کیری په یوه تیلفوني تماس کې هغه ته ډاډ ورکړ چې هغه به ټول امکانات ولټوي ترڅو د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د اپریل په میاشت کې غوڅې شوې خبری اترې بیرته له سره پیل شي. شتاینمایر وویل: «دا یواځنۍ لاره ده.»

شتاینمایر په بیت المقدس کې د اسرائیلو د بهرنیو چارو له وزیر اویگدور لیبرمن سره له یوې لیدنې کتنې څخه وروسته وویل: «مهمه خبره اوس دا ده چې دواړه اړخونه له ټولو هغو مسایلو لاس واخلي چې د دې هڅو د بریالیتوب مخه نیسي.»


د ښارگوټو جوړولو سیاست کې اسرائیلو روغې جوړې ته چمتو نه دی


خو لیبرمن ټینگار وکړ چې د ختیځ بیت المقدس په عربي برخه کې د ښارگوټو جوړلو په مسأله کې به اسرائیل هیڅ ډول تیریدنه ونه کړي او نه به کومې روغې جوړې ته سر تیټ کړي. هغه وویل: «د بیت المقدس په یهودي مېنو کې به د ودانیو جوړلو ته دوام ورکړل شي.»

فلسطینی اړخ د بیت المقدس په ختیځه برخه کې د ودانیو پروژه د سولې د خبرو اترو لپاره د یو ستر خنډ په توگه گڼي او هغه تر نیوکو لاندې نیولې ده. لیبرمن په عین وخت کې د سیمې په کړکیچ کې د آلمان « معتدل او له مسوولیت څخه ډک دریځ» وستایه. د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر وویل: «آلمان زمونږ د ډيرو نژدې ملگرو څخه شمیرل کیږي.»


د لانجې اصلی عوامل

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په خپل وار سره له لیبرمن او د اسرائیلو له حکومت څخه وغوښتل چې د سولې لپاره ټولې ممکنه لارې چارې ولټوي. اسرائیلو بیت المقدس ته د خپلې «واحدې او نه بیلدونکې پلازمینې» په توگه گوري. فلسطینيان غواړي چې د بیت المقدس ختیځه برخه د هغوی د یو راتلونکي دولت د پلازمینې په توگه ومنل شي او دغې برخې ته د اسرائیلو د هر ډول پراختیا پر ضد مخالفت کوي.

د اسرائيلو د بهرنیو چارو وزیر دغه ډول یادونې د واشنگتن د هغې یوې غوښتنې څخه مخ اړول دي چې په ختیځ بیت المقدس کې په « یوه اړخیزه» توگه د ودانیو جوړولو سره سیاست باندې نیوکه کړې او خبرداری ورکړی چې دا ډول سیاست به « د عمل په ډگر کې وضعیت خراب کړي او د کش او کړپ په کمولو کې به مرسته ونه کړي.»

له عربانو سره د ۱۹۶۷ کال په جگړه کې اسرائیلو ختیځ بیت المقدس ونیو او وروسته ېې هغه له خپلې خاروې سره الحاق کړ، کوم اقدام چې د نړیوالې ټولنې له خوا هیڅکله په رسمیت نه دی پیژندل شوی.


په تیرو اونیو کې په اسرائیلو او فلسطیني سیمو کې یو لړ اخ او ډبونه او بریدونه پیښ شوي دي. د دغو اله گولو یو لامل په بیت المقدس کې د هغې یوې غونډې څخه د استفادې څرنگوالی دی چیرته چې د اقصی جومات پروت دی. دغه غونډې د مسلمانانو او یهودیانو لپاره یو مذهبی سپیڅلی ټاټوبی دی.