1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاين ماير په درې ورځني سفر افغانستان ته رسيدلی

۱۳۹۰ تیر ۱, چهارشنبه

د جرمني په پارلمان کي د سوسيال ديموکراتانو مشر فرانک والتر شټاين ماير په يو درې ورځني سفر افغانستان ته رسيدلی تر څو هلته د افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو افغان لوړ پوړو چارواکو سره وگوري.

https://p.dw.com/p/11h6Z
افغان ولسمشر حامد کرزی او د جرمني په پارلمان کي د سوسيال ديموکراتانو مشر فراک والتر شتاين ماير
افغان ولسمشر حامد کرزی او د جرمني په پارلمان کي د سوسيال ديموکراتانو مشر فراک والتر شتاين مايرانځور: AP

د افغانستان په شمال کي پر جرمني ځواکونو تر سختو بريدونو وروسته شټاين ماير په دې موخه افغانستان ته تللی تر څو هلته د خپلو عسکرو څخه ليدنه وکړي او هغوی ته ډاډ ورکړي چي يوازي نه دي.

د جرمني د بهرنيو چارو د پخوانی وزير شټاين ماير د ليدنو کتونو په اجندا کي به تر ډيره د روان کال په ډسمبرکي د بن د کنفرانس او د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د بيرته وتلو په اړه خبري اتري وي.

د جرمني د سوسيال ديموکراتانو گوند په دې لټه کي چي په روان کال کي په افغانستان کي د هغه هيواد د ځواکونو ماموريت لږ سي او لږ تر لږه د ۲۰۱۵ کال تر پايه پوري ټول ځواکونو د افغانستان څخه و ايتسل سي.

د نوموړي گوند د مشرانو په خبره تر هغه وخته بايد د افغان امنيتي ځواک د روزلو پروسه چي تر ډيره يې آلماني روزونکي پر غاړه لري بايد بشپړه سي.

د روان کال د می د مياشتي راهيسي د افغانستان په شمال کي پر آلماني ځواکونو باند د خونړيو بريدونو يوه لړۍ پيل سوې چي پړه يې طالبان پر غاړه اخلي.

په دغو بريدونو کي څلور الماني عسکر وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان سوي دي.

د بلي خوا د جرمني د پراختيايي مرستو وزير ديرک نيبل ويلي چي په افغانستان کي د سولي راوستلو دپاره د طالبانو سره خبري اساسي شرط دی.

د آلمانۍ ورځپاڼي راينيشه پوست سره، چي د دوسلدورف څخه خپريزي په مرکه کي دغه سياستوال ويلي چي، د سولي راتلو لپاره د طالبانو سره خبري ضروري دي.

د نيبل په خبره که څه هم چي د افراطي طالبانو سره د لويديځوالو خبري کول امکان نه لري، خو د هغوی په منځ کي داسي کسان هم سته چي سړی خبري ور سره وکړي.

هغه هم دې ته اشاره کړې چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه به د افغانستان څخه د ځواکونو ايستل بشپړ سي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: محمد قاسم نوري