1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شتاین بروک باید د تقاعد په اړه خپل دريځ روښانه کړي»

۱۳۹۱ مهر ۸, شنبه

د المان د سوسيال دموکرات گوند د ځوانانو څانگې ويلي دي چي د مسلکي زده کړو د اسانتياو د تضمین او تقاعد په هکله باید د پير شتاين بروک اجندا لا زياته روښانه سي.

https://p.dw.com/p/16HUe
انځور: Reuters

د المان د سوسيال دموکرات گوند د ځوانانو څانگه د خپل گوند د ممکنه نوماند په هکله وايي چي هغه باید د خپلې اجندا يو شمیر ټکي لا زيات روښانه کړي. د المان د ځوانو سوسيالستانو (JUSOS) مشر ساشا فوگت، «دويچلند فونک» نومې راډيو ته ويلي دي چي ځوان سوسيالستان به د خپل گوند له نوماند سره پر ځینو موضوعگانو باندې خبرې وکړي.

د المان د سوسيال دموکرات گوند رئيس زيگمار گابريل، د جمعې په ورځ (د سپتمبر د میاشتتې ۱۹مه نیټه) وویل چي د گوند په راتلونکې کنگره کي به شتاين بروک د صدراعظمۍ له پاره ونوموي. شتاين بروک د المان په پخواني ائتلافي حکومت کي د اقتصادي چارو وزير او د «نارد غاين ویستفالن» ايالت لومړی وزير تیر سوی دئ. د گابريل په وينا شتاين بروک به په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي د اوسنۍ لومړۍ وزيرې انگلا میرکل وړ سيال وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځوانو سوسيالستانو رئيس له شتاين بروک سره د «مسلکي زده کړو د تضمین» په هکله د خبرو اترو اړتيا ويني. د دې تر څنگ ځوان سوسيالستان غواړي چي د تقاعد د کچې په اړه د شتاین بروک د وړاندیزونو په اړه هم له هغه سره خبرې وکړي.

په المان کي د تقاعد کچه هغه تناسب دئ چي د عمومي تقاعد او د اوسط کلني معاش څخه جوړيږي. د اوسط د معلومولو له پاره دا اټکل ايښودل کيږي چي يو کس پوره ۴۵ کاله د تقاعد په دخل کي پيسې ورواچوي.

د تقاعد کچه په سوسيال دموکرات گوند کې چي اوس د المان د واکمن دولت د سیاسي اپوزیسیون ستر گوند دئ، يوه شخړه یيزه موضوع ده. نوموړی گوند زيات داسې غړي لري چي غواړي د تقاعد کچه په اوسني حالت یعنې پنځوس سلنه پاته سي. حال دا چي د همدغه گوند په پخواني ائتلافي حکومت کي داسې پلان جوړ سوی وو چي د تقاعد کچه به تر ۲۰۳۰م کال پورې ۴۳ سلنه ته راټيټه سي. په همدغه پلان کي تر اوسه بدلون نه دئ راغلی.

فوگت د تقاعد د موضوع په هکله د ځوانانو د څانگې په استازيتوب ويلي دي چي «سوسيال ديموکراتان بايد داسې دریځ خپل کړي چي د تقاعد د کچې د زياتیدو له پاره کار وکړي، نه د هغه د ټيټېډو له پاره.» د فوگت په وينا که دا کار وسي نو ځوان سوسيالستان به «ډیر خوښ» سي.

د تقاعد په هکله د سوسيال دموکراتانو په منځ کي په داسي حال کي دغه بحث راپورته کيږي چي د صدراعظمۍ له پاره د المان د گوندونو نوماندان لا نه دي نومول سوي. دغه ټاکنې د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر میاشت کي تر سره کېدونکې دي.

احمدولي اڅکزی (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش