1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتروبله: دپټو اسناد په خپرېدو سره کيدای سي جنايتونه او د هغو عاملين برملاسي

۱۳۸۹ مرداد ۵, سه‌شنبه

په افغانستان کي د امريکا د جګړې له۹۰۰۰۰ څخه د زياتو هغو اسنادو په راوتلو سره چي زياته برخه يي پټ اسناد بلل کيدل، اوس هم په آلمان اوهم په نورو هيوادونو کي دا ږغ راپورته سوی چي ددغي جګړې په اړه بايد حقايق ميدان ته را ووزي.

https://p.dw.com/p/OVP0
جګړه ځپلی افغانستان
جګړه ځپلی افغانستانانځور: AP

د آلمان په اتحادي پارلمان کي د شنود ګوند وکيل Hans - christian Ströble په یوه مرکه کي وايي: اوس غواړم وپوهیږم چي په رښتیا سره په افغانستان کي څه تيريږي ، او د آلمان خاص روزل سوي پوځي واحدونه په افغانستان کي څه کوی ؟

شتروبله چي په پارلمان کي دبهرنيو چارو دجرګه ګۍ او هم د استخباراتي چارو د پارلماني څارني د څانګي غړی دی، وايي چي « د شپږو میاشتو راهيسي زه په دې هڅه کي یم چي وپوهیږم، چي د آلمان خاص روزل سوي پوځي واحدونه په افغانستان کی دکومو پټوکوماندويي عملیاتو ملاتړ کوي ؟

په تيره بیا دTF 47 عملیاتي ډله . دا یوه داسي پوځي ډله ده ،چي په هغه کي پوځیان او استخباراتي مامورين په ګډه سره کار کوی، او ددوی عملیات پټ عملیات دي.

هغه وايي چي دا ډير يو ښه کار سوی چي په انترنیت کي دافغانستان دجګړي په هکله پټ ساتل سوي اسناد خپاره سوي دي.

د نوموړي په خبره نه يوازي داچي د جګړې واقعيتونه پټ ساتل سوي، بلکي په دغه جګړه کي ډير درواغ ويل کيږي.

هغه وايي ددغه پټو اسناد و په خپرېدو سره کيدای سي په دغه جګړه کي جنایتونه او ددغه جنایتونو عاملین هم برملا سي.

يا دBerliner Morgenpost په نامه پا ڼه په دې اړوند لیکي چي : یو وخت به ويل کيدل چي د افغانستان جګړه په اصطلا ښه جګړه او دعراق جګړه يوه خرابه جګړه ده.

خو اوس داسي ښکاري چي موضوع بله بڼه غوره کړې وي . کومه جګړه چی په اصطلا ښه جګړه بلل کيده اوس ديوې ناوړي پيښي بڼه نیولې.

ښه به واي که دغه جګړه نه واي پيل سوې، خو مساله داده چي اوس پيل سوې او بايد وګټل سي که نه د ناټو او امریکایانو دپاره به دا يوه لویه ماته وي.

ag/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل