1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتروک: د آلمان پارلمان بايد د تورنادو الوتکو د مسئلې په هکله پرېکړه وکړي

۱۳۸۵ بهمن ۱۶, دوشنبه

د آلمان د سوسيال دموکرات گوند سياستوال پېتر شتروک په دې نظر دی چې په افغانستان کې د آلمان د کشافي الوتکو کارول به ښايي چې نيم کال دوام وکړي. ځکه بايد د شتروک په اند د آلمان پارلمان په دې اړه پرېکړه وکړي.

https://p.dw.com/p/DKJy
پېتر شتروک د آلمان د دفاعي چارو پخوانی وزير دی
پېتر شتروک د آلمان د دفاعي چارو پخوانی وزير دیانځور: AP
شتروک دې ته اشاره وکړه چې ده په پارلمان کې په دې اړه د تصميم نيولو او رايگيرۍ وړانديز کړی دی. شتروک زياته کړه چې «دا د هر چا د ضمير او وجدان پورې تړلې پرېکړه ده«. پېتر شتروک د آلمان د دفاعي چارو پخوانی وزير هم دی، ده وويل چې د آلمان پوځ به ښايي چې يو څو کالونه لا په افغانستان کې پاتې شي.