1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شریف: د طالبانو وروستیو عملیاتو اندېښمن کړي یوو

مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په کابل کې د پاکستان له لومړي وزير نوازشریف سره ولیدل او ټینګار یې وکړ چې دواړه هیوادونه باید یوځای د ګډو ګواښونو پر وړاندې ودریږي.

https://p.dw.com/p/1FOg2
انځور: AFP/Getty Images/F. Naeem

د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف، د یوه لوړپوړي اهیئت په مشرتوب د سه شنبې په ورځ کابل ته ورسید او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه وي رئیس عبدالله عبدالله سره یې ولیدل.

په دې سفر کې له نواز شریف د پاکستان لوی درستیز راحيل شریف او د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز هم مل ول.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي دي چې دواړو مشرانو په خپله لیدنه کې د امنیتي مسایلو او اقتصادي همکاریو د پراخولو پر سر خبري اتري لرلې.

د پاکستان لومړي وزیر له افغان ولسمشر سره په یوه ګد خبري کنفرانس کې وویل چې په دې سفر کې یې د ګډو ګواښونو او فرصتونو په اړه خبري وکړې او پر دې خبره باندي توافق وشو چې په سیمه کې سوله او ثبات د دواړو هیوادونو په ګټه دي او باید د ګډو ګواښونو د له منځه وړلو له پاره په ګډه اقدام وشي.

ولسمشر غني په دې کنفرانس کې ټینګار وکړ چې کابل او اسلام آباد له ګډو ګواښونو سره مخامخ دي. هغه وویل:

«ګډ ګواښونه پر دې اساس چې ښاغلي صدراعظم ویلي او موږ یې هم تکراروو، ښه او بد ترهګر وجود نه لري. ترهګر، ترهګر دي. د پیښور او یحی خیلو بچی عین وینه او عین قدر لري. موږ ټول باید په ګډه د دغو ګواښونو پر وړاندي ودریږو.»

د پاکستان لومړي وزیر هم ډاډ ورکړ چې د افغانستان دښمن نه شي کولای چې د پاکستان دوست واوسي. هغه همداراز وویل چې د افغانانو په مشرتوب د سولي د بهیر ملاتړ کوي.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز په افغانستان کې د طالبانو د عملیاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او هغه یې وغندل.

که څه هم رسنیو خبر وکړ چې د سولي خبري اترې د دواړو مشرانو د خبرو د اجندا په سر کې وې، خو هغوی په دې اړه په خبري کنفرانس کې څه و نه ویل.

ولسمشر غني وویل: «د دوستۍ معیار دا دی چې په سختو شرایطو کې، دوست د بل دوست تر څنګ ودریږي. په دې شرایطو کې زموږ هیله دا ده چې د دوو دوستانو او دوو دولتونو په توګه، په سیمه کې د ثبات شرایط رامنځ ته کړو، د ګواښونو پر وړاندي ودریږو او اعلان وکړو چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي او برعکس.»

اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر ته په خطاب وویل چې پر همدې اساس به د راتلونکې پر لور ګام واخلي او هغه به د تیر وخت د لنډ نظرو سیاستونو او مفکورو قرباني نه کړي.