1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي او جنوبي کوریا د سرمشریزي پر نیټې سلا شوي

۱۳۹۷ فروردین ۹, پنجشنبه

په دې وروستیو کې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په پيکنګ کې وو. اوس د راتلونکي سرمشریزې له پاره چمتووالی نیول کیږي چې نیټه یې هم ټاکل شوې. شمالي کوریا وروسته له ډیرو کشمکشونو اوس غواړي له خپل ګاونډي سره اړیکي ښې کړي.

https://p.dw.com/p/2vB8w
Nordkorea Grenzzaun
انځور: Getty Images/C. Chu

د شمالي او جنوبي کوریا استازو په اپريل میاشت کې د دواړو هیوادونو تر منځ د پلان شوي سرمشریزې له پاره د چمتووالي په هکله خبرې پيل کړي دي. د دواړو هیوادونو سرحدي سیمه پنمونجوم به د سویلي کوریا د ولسمشر مون جای اِن او د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون تر منځ د لیدنې کتنې او ملاقات ځای وي.

مون غواړي چې په دې لیدنه کتنه کې په دوه اړخیزو اړیکو کې د ښه والی رامنځ ته کیدا او د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د ختمولو له پاره د اړینو ګامونو اخیستو یادونه وکړي. د اپريل میاشتې ۲۷ نیټه د ملاقات له پاره وخت ټاکل شوی دی.

د سویلي کوریا د خبرو اترو د پلاوي مشر او د بیا یوځای کیدو چارو وزیر چو میونګ ګیون خبریالانو ته وویل چې اتومي بی وسلې کیدا د دې خبرو اترو تر ټولو مهمه موضوع جوړوي.

« اتومي بې وسلې کیدل» هغه کلمه ده چې اوس د هر چا په خوله ده. د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، د روانې اوونۍ په پیل کې د چين پلازمېنې پیکینګ ته د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې د اتومي بې وسلې کیدو په اړه پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ.

همدارنګه د شمالي کوریا دغه دکتاتور غواړي چې د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه پورې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره هم وويني. تر دې دمخه په دې کچه دیپلوماتیکې هلې ځلې نه دي لیدل شوي.

شمالي کوریا، د دغه هیواد په سوله ایز ډول د بیا یوځای کیدو کمیټې دری تنه غړي د لومړنیو خبرو اترو په موخه استولي دي. د کوریا ټاپو وزمې دغو دواړو هیوادونو د روان میلادي کال د پیل راهیسې، د ترینګلتیا تر یوې ډکې دورې وروسته چې د شمالي کوریا له خوا د اتومي توغندیو او بمونو د آزموینې له کبله رامنځته شوې وه، ځان یو بل ته نږدې کړی دی.

شمالي کوریا په فبرورۍ میاشت کې د المپيک ژمنیو سیالیو ته خپل لوړپوړي استازي پیونګ چانګ، ښارګوټي ته واستول. وروسته تر دې دواړو خواو پر یوې سرمشریزې پر جوړیدو موافقه وکړه.