1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

شمالي او سویلي کوریاوو موافقه کړې چې سره خبرې وکړي

۱۳۹۶ دی ۱۵, جمعه

له سیول څخه د بیا یوځای کیدو وزارت د جمعې په ورځ ویلي، شمال او سویلي کوریاوو موافقه کړې چې په راتلونکې اوونۍ کې په لوړه کچه خبرې پیل کړي. د راتلونکې میاشت په اولمپیک لوبو کې د شمالي کوریا احتمالي ګډون د خبرو په سر کې ده.

https://p.dw.com/p/2qPPX
Südkorea Panmunjom DMZ Grenze zu Nordkorea
انځور: Getty Images/J. Heon-Kyun

د سویلي کوریا د بیا یوځاي کیدو وزارت، ویلي دي چې پیانګ یانګ د دواړو کوریاګانو پر پوله په پنمونجوم کلي کې چې په غیر نظامي شوي زون کې پروت دی، د خبرو اترو بلنه منلې ده.

دا په له دوو کلونو څخه په اوږدې مودې کې لومړی ځل وي چې دواړه اړخونه یو له بل سره مستقیمې خبرې اترې کوي.

د شمالي کوریا مشر کیم جون اون، د خپل نوي کال په بیانیه کې ویلی وو چې غواړي په سویلي کوریا کې د کیدونکو ژمنیو المپیک لوبو له پاره یوه ډالۍ واستوي.

د دې په ځواب کې سیول د پنجشنبې ورځې د غوندې وړاندیز وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د شمالي کوریا د اتومی پروګرام شخړې دې د خبرو اترو له لارې حل شي.

دواړو کوریاوو د چهارشنبې په ورځ یو له بل سره تلیفوني مستقیمه اړیکه چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې بنده شوې وه، بیرته پرانیسته.

د پنجشنبې په ورخ هم امریکا متحده ایالاتو او سویلي کوریا اعلان وکړه چې خپل پلان شوي ګډ پوځي تمرینات یې د ژمنیو المپیک لوبو تر پای ته رسیدو پورې ځنډولې دي.

په ۲۰۱۷ کال کې د کوریا په ټاپوزمې کې حالت تر هغه وروسته خراب شول چې شمالي کوریا څو وارې د توغندیو او اتومي آزمینې وکړې.

شمالي او سویلي کوریاوو په ۱۹۵۳ کال سره اوربند وکړ خو له هغه وخت راهیسې دواړه هیوادونه د جګړې په حال کې دي. د دې وضعیت د ختمولو په موخه څو وارې خبرې اترې شوې دي هر ځل د یوه لامل له کبله له ناکامي سره مخامخ شوي دي.

ms/nz (dpa, AFP, AP)

زموږ له ارشیف څخه